د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د پولیو ضد د فرعي واکسین کمپاین


د پکتیکا په ګډون د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د دوشنبې په ورځ دسمبر ١٦ د پولیو ضد فرعي واکسین کمپاین پیل شو.

په دی کمپاین کې به د پکتیکا د ټول ولایت په سطحه تر دوه سوه زرو زیاتو هغو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسیږي، چې په شرایطو برابر وي.

په پکتیکا کې د روان ۲۰۱۹ مېلادي کال په جریان کې د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد دا شپږمه دوره واکسین دي، چې له پنځو کاله کم عمره ماشومانو ته تطبیقیږي.

په دې ولایت روغتیايي مسوولین په داسې حال کې د روغتیايي ټیمونو سره د پلرونو پر همکارۍ تینګار کوي، چې میاشت وړاندې د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ دوه مثبت پیښې تثبیت شوې وې.

په پکتیکا کې د پولیو اړوند د عاجلې څانګې مشر محمد نور وویل: "یوازینۍ لاره چې د پولیو ناروغۍ ته د پای ټکی اېښودلی شي هغه د والدینو بشپړه همکاري ده، کله چې ټول پلرونه او میندي ماشومان پر خپل وخت واکسین کړي د پولیو ویروس پخپله له منځه ځي".

یو شمېر دیني عالمان وايي، واکسین وقایوي درمل دي او ماشومانو ته ورکول یې له دیني اړخه بشپړ مشروعیت لري.

دیني عالم فضل الدین وايي: "الله تعالی په خپل کتاب کې وايي، که چا د یو کس ژوند وژغوره په دې مانا چې ټوله نړۍ یې ژغورلې، نو د واکسین په وسیله هم د ماشومانو ژوند ژغورل کېږي او له دیني اړخه اجازه لري".

د مرکز ښرنې یو تن اوسېدونکی حکیم خان، چې خپلو دریو ماشومانو ته د فلج ناورغۍ څخه د خلاصون په موخه واکسین ورکړي وايي، خپل مسوولیت یې ادا کړی، خو له نورو خلکو هم غوښتنه کوي چې خپلو ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړي.

د پکتیکا روغتیايي مسوولسن وايي، په دی کمپاین کې به د ټول ولایت په سطحه تر دوه سوه زرو زیاتو هغو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي، چې په شرایطو برابر وي.

دا کمپاین پر داسې مهال پیل کېږي، چې په افغانستان کې د روان کال له پيله تر دې دمه، د پولیو ۲٦ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG