د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د جسمي مجازاتو زیاتوالی؛ طالبانو تېره اوونۍ لسګونه کسان په درو وهلي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د جسمي مجازاتو د زیاتوالي په اړه د اندېښنو سره سره، دغې ډلې په یو شمېر ولایتونو کې لسګونو تورنو کسانو ته په عام ډګر کې سزاوې ورکړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې په خپل اونيز راپور کې ويلي، چې په تېرو اوو ورځو کې په ارزګان، کندهار، پروان، بادغيس، پکتيا، غزني او پنجشير ولايتونو کې تر ٣٠ ډېر کسانو باندې 'تعزیزي' حکمونه اجرا شوي دي.

راپور کې راغلي، چې په وروستیو ورځو کې په ارزګان کې ۱۸ تنه، په کندهار کې پنځه تنه او په پروان کې څلور تنه په درو وهل شوي دي. راپور زیاتوي، دغه کسان د "قتل، غلا، زنا او نا مشروع اړیکو" په ګډون په بېلابېلو تورونو مجازات شول.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې اونیز راپور کې ویل شوي، چې پر دغو تورنو کسانو ‌په عام ډګر کې د ۲۰ او ۳۹ درو حکم اجرا شو.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان بیا واکمن شول، تر اوسه یې د ښځو په ګډون، سلګونه افغانان په ورزشي لوبغالو کې د زرګونو خلکو پر وړاندې د "اخلاقي جرمونو" په تور په درو وهلي دي. همدارنګه د طالبانو د حکومت سترې محکمې، څلور تنه د قتل په تور په عام ډګر کې اعدام کړي دي.

د جسمي مجازاتو د زیاتوالي په اړه اندیښنه

په افغانستان کې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته د جسمي سزاو دوام یو لړ غبرګونونه راپارولي او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان یې د دغه وضعیت د دوام په اړه اندېښمن کړي دي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې، نسرین حمیدي د جمعې په ورځ ، جولای پنځمه ( چنګاښ ۱۵مه)‌ امریکا غږ ته وویل، طالبان پداسې حال کې د خلکو نیولو، ځورولو او په درو وهلو ته دوام ورکوي چې د هغې په وینا، نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونو په دې برخه کې چوپتیا غوره کړې ده.

نوموړې زياته کړه: "نړيواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه د طالبانو له خوا د ترسره شويو ټولو جنايتونو او له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو په وړاندې چوپتیا غوره کړې ده."

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې، مسعودې کوهستاني د افغانستان په اړه د بشري حقونو د بنسټونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو پر چلند نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې دغو بنسټونو د دغه هېواد د خلکو د حقونو د دفاع پر ځای تر ډېره د "ترهګرو" ملاتړ کړی دی.

مېرمن کوهستاني امریکا غږ ته وویل: "طالبانو له خپل ظهور څخه تر نن ورځې پورې له وحشت او غیر انساني کړنو پرته بل هیڅ کار نه دی کړی. له بده مرغه، موږ ټول وینو چې طالبان په رسمي ډول خلکو ته بلنه ورکوي او همدارنګه خلک دې ته اړباسي چې هغو ځایونو ته ورشي، چې تورن کسان پکې په درو وهل کیږي. "

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې، پاریسا مبارز بیا د امریکا غږ ته وویل، چې د طالبانو په رژیم کې کوم قانون نشته او دا ډله اکثره خلک په ځانګړې توګه خپل مخالفین نیسي او په "صحرایي بڼه یې محاکمه" کوي.

هغې زیاته کړه: "په افغانستان کې د طالبانو واکمني او د هغوی فعالیت یو ډول جنایت دی."

د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې ملګرو ملتونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه خپاره کړي، خو پر دې ډلې یې د فشار راوړلو څخه ډډه کړې ده.

نوموړې ادعا وکړه، چې ملګري ملتونه نه یوازې د طالبانو د دغو کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شوې، بلکې ددغې ډلې د رسمیت پيژندلو او د هغه سره یې د تعامل لپاره هڅه کړې ده.

په تېرو څه دپاسه دوه نیمو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د طالبانو مشر، ګڼ شمېر فرمانونه صادر کړي، چې ځینې یې او په ځانګړې توګه د زده کړې او کار له حقه د ښځو او نجونو بې برخې کول له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي. بلخوا حتی د طالبانو د ډلې ځینو جګپوړو غړو هم له دغو اقداماتو سره مخالفت ښودلی دی.

دا پداسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په عام ډګر کې د شرعي حدودو لکه قصاص او جسمي مجازاتو د تطبیق دفاع وکړه او هغه یې د اسلامي احکامو مطابق وبلله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG