د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې وروستیو بریدونو په زرګونو خلک بې ځایه کړي


د سوریې په جنوب کې د سوریې او روسیې د ځواکونو بریدونو زور اخیستی چې له کبله یې په زرګونو کسانو خپل کورونه پریښودلي او د ترکیې د پولې په لور یې حرکت پیل کړی.

د بشري مرستو یو بنسټ (IHH) مطبوعاتي مسئول سلیم توسن وایي: "په تیرې اونۍ کې د سوریې په جنوبي برخو کې د بریدونو له کبله له سیمې څخه ۱۲۰ زره کسان تښتیدلي دي. "

دغه بنسټ وایي چې هڅې کوي ځينې بې ځایه شویو کورنیو ته د اوسیدو ځای برابر کړي.

هخوا د بشارالاسد حکومت هوډ کړی چې ادلیب ولایت به یو ځل بیا په خپلې ولکې کې راولي.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان ویلي چې د مهاجرینو دغې نوې څپې سره د مرستې وړتیا نه لري او اخطار یې ورکړی چې په سوریې کې د جګړې نه دریدو په صورت کې به اروپايي هیوادونه هم د دغه مهاجرت منفي اغیز احساس کړي.

په لندن کې د سوریې لپاره د بشري حقونو د یوې ډلې د معلوماتو په اساس د تیرې پنجشنبې راهیسې نږدې ۸۰ زره ولسي خلک له خپلو سیمو بیځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG