د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس زیاتوالی؛ حکومت د انساني ناورین خبرداری ورکړ


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلور ورځو کې د کروناویروس مثبتې پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي او په روغتونونو کې د ناروغانو د درملنې لپاره تش بستر پاتې نه دی.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۱مه (غبرګولي لومړۍ) خبریالانو ته وویل چې د بسترونو سربېره د کروناویروس د روغتونونو په بیړنیو او ځانګړو څانګو کې هم تش ځای نشته دی.

هغه زیاته کړه: "دا د دې لامل شوی چې ژر نن یو – دوه نور روغتونونه فعال کړو. که د ګڼې ګوڼې دا لړۍ او د قرنطین پر مهال د خلکو ناغیړي دوام وکړي... په سرکونو باندې به د جنازو شاهدان واوسو او ژر باید د دې ناورین په تمه واوسو".

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د افغانستان په کچه ۵۳۱ تنه په کروناویروس اخته شوي چې په دې سره په دغه هېواد کې د کروناویروس مثبتې پېښې ۸۶۷۶ ته پورته شوې دي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه چې د روغتیا وزارت د څیړنو په اساس له کروناویروس ناروغۍ څخه د مړینې کچه هم ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شپږو کسانو په مړینې سره د دغې ناروغۍ د قُربانیانو شمېر په افغانستان کې ۱۹۳ ته لوړ شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال زیاته کړه چې ۹۳۸ تنه تراوسه له دغې ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د کروناویروس پېښو د شمېرو په اړه د روغتیا وزارت له خوا په خپور شوي لیست کې په کندهار او ګاونډیو ولایتونو کې ثبت شوې مثبتې پېښې شاملې نه دي.

د کندهار سیمه‌ییزو چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې په دغه ولایت کې د کروناویروس د تشخیص ماشین خراب شوی او په تېرو څو ورځو کې هیڅ سمپل نه دی تشخیص شوی.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د تیر عیسوي کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته ورسېد.

د هغو شمېرو په اساس چې د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون له خوا وړاندې شوي د پنجشنبې ورځې مې ۲۱مې پورې څه باندې ۳۲۸ تنه له دغې ناروغۍ مړه شوي او له پنځو میلیونو زیات ورباندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG