د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د هند دوباره دپلوماتیکي حضور - نوې ډهلي څه غواړي؟


هند په کابل کې د خپل سفارت د بیرته پرانیستلو او په افغانستان کې د دپلوماتیک حضور بیا تاسیس کولو لپاره یو تخنیکي ټیم دې هیواد ته استولی.

سره لدې چې هندي چارواکو ویلي په کابل کې د دپلوماتیکي حضور بیا پیل کول یې یوازې د بشري اهدافو لپاره دی خو مبصرین وایي هند پدې کار سره هڅه کوي پداسې حال کې په افغانستان کې خپلې ستراتیژیکې ګټې خوندي کړي چې د طالبانو تر راتګ وروسته د پاکستان موقف غښتلی شوی.

د لویدیځو او نورو هیوادونو په شان تیر کال د اګست په میاشت کې چې طالبانو کابل ونیوه، هند هم خپل سفارت وتاړه چې د هند لپاره یوه ستراتیژیکه ستونزه وه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کابل ته استول شوی ټیم به د بشري مرستو د لیږد چارې سمبالوې خو د افغانستان لپاره د هند یو پخواني سفیر ګاتم مکهوپادهایا امریکا غږ ته وویل چې په کابل کې د هند سفارت بیرته پرانیستل پدې معنی چې "مونږ په سیمه کې خپل غوږونه او سترګې پرانیستې وساتو او د طالبانو سره د کاري اړیکو امکانات ولټوو چې د دې امنیتي ډاډ تر لاسه کول هم پکې شامل دي چې پاکستان به د افغانستان د خاورې څخه د هند پر ضد کار نه اخلي".

سره لدې چې طالبانو په پرله پسې توګه ډاډ ورکړی چې هیڅ یوه بهرنۍ ډله به پرې نږدی چې د افغانستان د خاورې څخه په بل هیواد برید وکړي او یا کوم خطر ورته پیښې کاندي، خو په هند کې چارواکي اندیښمن دي چې د افغانستان خاوره به د هغو پاکستاني وسله والو لپاره پټیدو په خوندي ځای بدل شي چې د تیرو دریو لسیزو راپدیخوا د هند تر کنترو لاندې کشمیر کې د هند په خلاف جګړه کوي.


هند او طالبان چې یو یو بل سره یې جدي مخالفتونه درلودل خو څه موده کیږي چې دواړو یې نرمي ښولې. کارپوهان هم پدې اند دي چې نوې ډهلې دا منلې چې دغه سخت دریځه ډله په افغانستان کې پاتې کیدونکې ده او د افغانستان اوسنیو چارواکو هم هند ته لاس ور اوږد کړی.
په نوې ډهلي کې د څیړنې د څار په بنسټ کې کارپوه سوشانت سارین وایي طالبانو په افغانستان کې د هند د حضور غوښتلو لپاره ځینې اشارې ورکړي ځکه طالبان غواړي د نورې نړۍ سره اړیکې وپالي او هند په سیمه کې یو مهم هیواد دی.

ښاغلي سوشانت امریکا غږ ته وویل چې دا د هند لپاره هم یو فرصت دی چې بیرته کابل ته ستون شي.

هغه وویل، " البته دا د طالبانو په رسمیت پیژندل ندي. هند په ډیرې لږې اندازې بیرته ستون شوی".

طالبان څه کم یو کال کیږي چې په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړی خو تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې دا ډله په رسمیت نده پیژندلې.

د نورو هیوادنو په شان هند هم په طالبانو د ټول شموله حکومت جوړیدو غږ کړی او په افغانستان کې یې د میرمنو او نجونو د حقونو په له منځه تلو اندیښنه ښودلې.

د هند د سفارت د بیرته پرانیستل کیدو څخه وروسته طالبانو د نړۍ د نورو هیوادنو څخه هم غوښتي چې خپل سفارتونه او سیاسي استازولۍ دې پدې هیواد کې چې د جمهوریت تر ړنګیدو وروسته یې تړلي، بیرته پرانیزي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د هند د سفارت بیرته پرانیستل کیدو په هکله ویلي، افغانستان ته د هندي دپلوماتانو راتګ او سفارت بیرته پرانیستل ښیي چې پدې هیواد کې امنیت تامین دی او د ټولو دپلوماتیکي حقونو درناوی کیږي".



ګڼ شمیر افغانان چې هند ته د سوداګرۍ، زده کړو او درملنې لپاره تلل د سفارت په تړل کیدو لدې کاره پاتې و. په کابل کې افغان محصلینو هم د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په ملاقات کې دې ستونزې ته اشاره کړې وه او طالبانو ویلي و چې هند ته د افغان محصلینو د تګ لپاره به د نوې ډهلي سره وغږیږي.


په واشنګټن کې د ویلسن په څیړنیز مرکز کې د آسیاسي پروګرام د څانګې مرستیال مایکل کوګلمن هم وایي چې د طالبانو لخوا هند ته د همکارۍ لاس غځول پخپله د طالبانو سره مرسته کوي ځکه چې دا ډله د ګڼ شمیر ستونزو سره مخ ده.

کارپوهان پدې اند دي چې هند ښایي پخپل سفارت کې د بیارغونې چارې په اوس وخت کې پیل نکړي او نه یې هم کاري ساحه پراخه کاندي. دوي همدرانګه وایي چې د طالبانو سره د هند تعامل ښایي په خورا احتیاط پداسې حال کې پرمخ ولاړ شي چې نوې ډهلي غواړي د طالبانو کړه وړه وڅاري.

XS
SM
MD
LG