د لاس رسي وړ اتصالات

هند پوځ ته د هر ډول اقدام اجازه ورکړه


په هند کې صدراعظم مودي د لوړپوړو چارواکو سره د یوې بیړنۍ غونډې نه وروسته پریکړه کړیده چې خپلو ځواکونو ته د پاکستان ضد د هر ډول اقدام اجازه ورکړي

د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو پیښو وروسته د صدراعظم نریندر مودي په مشرۍ کې د ملي امنیت کمیټې دا پریکړه کړیده چې هیڅ ډول فشار ته به نه ماتیږي او خپلو ځواکونو ته یې د پاکستان خلاف د هر ډول اقدام اجازه ورکړه.

د هند رسنیو رپورټونه خپاره کړیدي چې وایي مودي د هند هوایي او ځمکني ځواکونو ته ویلي چې هغوي چې هر ډول اقدامات اړ گڼي، و دې یې کړي.

هند وایي چې هغوي به پاکستان ته په مناسب وخت مناسب ځواب ورکړي.

نن سهار د ​پاکستان پوځ ویاند ادعا کړې وه چې د هند دوه جېټ الوتکې چې د پاکستان خاورې ته داخلې شوې ویشتلي او را غوځولې یې دي.

د پاکستان پوځ د هند یو پیلوټ هم ژوندی نیولی دی. د پاکستان د پوځ ویاند د نیول شوي پیلوټ عکسونه خپاره کړیدي او وایي چې د هغه سره د نړیوالو قوانینو په اساس چلند کیږي.

د پاکستان په رسنیو کې د هندي عسکر د نیولو ویډیگانې هم خپرې شویدي چې د هغې نه وروسته په هند کې سخت غبرگونونه وپارول.

په دغه ویډیو کې نیول شوی پیلوټ وایي چې د پاکستاني عسکرو نه مننه کوي چې د راټولو شوو خلکو د غوسې نه یې وژغورو او دا چې د هغه سره ښه چلند کیږي.

په پاکستان او هند کې د بشري حقونو فعالانو د پاکستان د پوځ نه د دغه هندي عسکر سره د ښه چلند غوښتنه کړیده.

د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو ترینگلې کیدو له کبله په پاکستان او هند کې سخت امنیتي تدابیر نیول شویدي او په هند کې حکومت لویو ښارونو ته د تیارسی امر کړیدی.

له بلې خوا په پاکستان کې صدراعظم عمران خان د هند نه غوښتي چې د سولې لپاره دې مذاکرات وکړي او دا چې جنگ به د دواړو په تاوان تمام شي.

XS
SM
MD
LG