د لاس رسي وړ اتصالات

هند امریکا ته ماتې ورکړه او د کرکټ نړیوال جام دوهم پړاو ته ولاړ


هند له امریکا څخه د لوبې له ګټلو وروسته د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال جام سوپر۸ پړاو ته ورسید.
هند له امریکا څخه د لوبې له ګټلو وروسته د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال جام سوپر۸ پړاو ته ورسید.

د کرکټ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې هند د چهارشنبې په ورځ جون ۱۲ (غبرګولي ۲۳) له متحده ایالاتو څخه د اوو ویکټو په توپیر لوبه وګټله او له شپږو پواینټونو سره د نړیوال جام د اتو غوره ټیمونو پړاو (سوپر ۸) ته ورسید.

د متحده ایالاتو په نیویارک کې په نننۍ لوبه کې متحده ایالاتو لومړۍ توپ وهنه وکړه او مقابل لوري ته یې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۱۱ منډو هدف کېښود.

هند وکولای شول چې په نولسم اوور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړي او لوبه وګټي.

د متحده ایالاتو د بیټینګ په برخه کې نتیش کومار ۲۷ منډې او سټیون ټایلر ۲۴ منډې وکړې. د امریکا په توپ اچوونکو کې، ساوراب نتراوالکر د هند دوه لوبغاړي وسوځول.

د هند لپاره سوریاکومار یادف پنځوسیزه ووهله، شیوام ډوبې ۳۱ او ریشاب پنټ ۱۸ منډې وکړې.

د هند توپ وهونکي ارشدیپ سینګ په څلورو اورونو کې یوازې نهه منډې ورکړې، څلور لوبغاړي یې وسوځول او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی شو. د هند نورو توپ اچوونکو، هارډیک پانډیا دوه لوبغاړي او اکسر پټېل یو لوبغاړی وسوځول.

متحده ایالاتو او هند دواړو خپلې لومړنۍ دوه لوبې ګټلې وې.

متحده ایالات په روان جام کې د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ له ایرلنډ سره لري او د هند ددې پړاو وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ د کاناډا سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG