د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او چین ترمنځ سرحدي کړکېچ روان دی


د همالیا په غرونو کې د هند او چین ترمنځ په ګډه پوله کړکیچ چې له امله یې دواړو خواوو پر پوله لسګونه زره پوځیان ځای پر ځای کړي، څلورم کال ته غځېدلی دی.

د هند لخوا د همالیا په څوکو کې تونل کیندل شوی چې هدف یې په شمال ختیځ ایالت اروناچل پردیش کې چې چین یې هم د مالکیت ادعا کوي، د سرتیرو تګ راتګ اسانه کول دي.

هندي او چینایي ځواکونو نږدې درې کاله وړاندې د لداک په سرحدي سیمه کې خونړۍ نښتې کړې وې. له هغه سیمې سلګونه کیلومتره لیرې، د اروناچل پردیش په سرحد کې اوس تاوتریخوالی مخ په ډیریدو دی.

د دسمبر په میاشت کې، د دواړو هیوادونو سرتیري د اروناچل پردیش پر پوله په شخړو کې ښکیل وو. چېن چې اروناچل پردیش د جنوبي تبت برخه بولي، تيره مياشت یې ددې ځای د ١١ سیمو نومونه چینایي ژبې ته واړول.

پداسې حال کې چې هند دا اقدام رد کړ، چین وویل چې دا یې په بشپړ ډول د حاکمیت په چوکاټ کې کار دی. په هند کې دا وېره شته چې دا لویه بودایی سیمه په اټومي وسلو د سنبالو ګاونډیو ترمنځ په یوه نوې شخړه بدله شوې ده.

د بهرني سیاست د مطالعاتو د مرکز مرستیال هارش پانت وايي: "اوس چې چین د اروناچل په اړه ډیر تیری کوونکی دریځ غوره کړی، داسې اندیښنې شته چې ښایي چین غواړي دا (سرحد) په بشپړ ډول کنترول کړي او له دې لارې په هند باندې د فشار ډیری نقطې رامینځته کړي."

په سیمه کې د سړکونو او تونلونو جوړولو ترڅنګ، هند د سرحدي کلیو د پراختیا لپاره د ۵۷۰ میلیونو ډالرو پروګرام هم پیل کړی دی. دا پروژې په داسې حال کې پیل شوي چې چین د خپلې پولې په اوږدو کې پوځي او ملکي زیربناوې رغوي. په دې کې د کلیو جوړول هم شامل دي.

په همالیا کې د هندي سرتیرو قوماندان ډګروال ان ام بینډیګیري وايي: "موږ په دې اړه اندیښمن یو ځکه چې دا تاسیسات سرحدي سیمو ته نږدې دي او په کومه طریقه چې دا جوړه شوي، موږ نشو کولی دا رد کړو چې دا د چینايي پوځ لخوا نه کارول کیږي."

خبرو اترو تر اوسه هیڅ ګټه نه ده کړې. د هند او چین د دفاع او بهرنیو چارو وزیران تیره میاشت د یو سیمه ایز کنفرانس په څنډه کې یوې موافقې ته په رسیدو کې پاتې راغلل. په داسې حال کې چې هند ویلي چې تر هغه وخته پورې اړیکې نه شي ښه کیدلی چې سرحدي کړکیچ حل نشي، چین ویلي چې پوله "عموماً باثباته" ده او دواړه خواوې باید اړیکې عادي کړي.

هارش پانت وايي، سره له دې چې چین په یو اړخیزه توګه د پولې په اوږدو کې د وضعیت د بدلولو پرېکړه وکړه او بیا یې ادعا وکړه چې دا یو نوی عادي حالت دی، خو دی فکر نه کوي چې هند به دا ومني او نوموړی ګمان کوي چې له همدې امله به په پوځي او ډپلوماتیکه کچې خبرې اترې دوام ولري.

په همالیا کې دوامداره بې ثباتي هند متحده ایالاتو ته نږدې کوي. راتلونکې میاشت، د هند صدراعظم نریندرا مودي واشنګټن ته سفر لري چې موخه یې د ستراتیژیکو اړیکو پیاوړتیا ده.

XS
SM
MD
LG