د هند صدر اعظم نریندرا مودي د شنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري۲۵)د خپل هېواد د استقلال د ورځې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې هند د کووید۱۹ د واکسین درې ازموینې کړې دي.
ښاغلي مودي چې په نوي ډیلي کې د لعل قلعه په تاریخې ماڼۍ کې وینا کوله، وویل چې اوس د سایسنسپوهانو تاید ته منتظر دي او همدا چې هغوی یې تاید کړي، دا واکسین به ښه ډېر تولید کړي.
نوموړي وویل: "په ډېره پیمانه د واکسین د تولید تر څنګ، په ډېر کم وخت کې هر هندي ته د دغه واکسین د وېشلو چمتوالی هم نیول شوی."
ښاغلي مودي همدغه راز د «ملي روغتیا د ډییجټل ماموریت» د پیلولو اعلان وکړ چې په اساس به یې د هند د څه باندې یو میلیارد وګړو صحي نتایج، تشخیص او د درملنې او دا ډول نور معلومات په کې ساتل کیږي.
د هند د خپلواکۍ په ورځ مودي خبرداری ورکړ که هر هېواد هند ته په بده سترګه وګوري، پوځ به یې غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي. هغه د کوم هېواد نوم وانخیست خو له پاکستان او چین سره سیاسي او سرحدي ستونزي لري.
ښاغلي مودي داسې مهال د کروناویروس د واکسین د جوړولو خبره وکړه چې همدغه ویروس یې په هېواد کې څه باندې ۴۹زره خلک مړه کړي او شاوخوا ۲.۵ میلیون نور یې په دغه ویروس اخته دي.
د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس په ټولې نړۍ کې تر دې دمه څه باندې ۷۶۰زره کسان مړه کړي او نژدې ۲۱میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته شوي دي.
د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو.