د لاس رسي وړ اتصالات

٧٧ کلن هندي روحاني ته د جنسي تیري په تور سزا ورکړل شوه


باپو اسارام د جنسي تیري د ادعا وروسته د ٢٠١٣ کال په سپتامبر کې ونیول شو او له هماغه وخت راهیسې بندي دی
باپو اسارام د جنسي تیري د ادعا وروسته د ٢٠١٣ کال په سپتامبر کې ونیول شو او له هماغه وخت راهیسې بندي دی

په هند کې یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ د هند مشهور روحاني او لارښود اسارام باپو، پر یوې ځوانې نجلۍ باندې د جنسي تیري کولو په تور په اوږدمهاله بند سزا محکوم شو.

په ٧٧ کلن باپو تور لگول شوی چې په ٢٠١٣ کال کې یې پر یوې ځوانې نجلۍ باندې جنسي تیری کړی دی.

باپو، د هند د صدراعظم نرندرا مودي له ژمنې څخه چې پر جنسي تیري کوونکو باندې به عدالت پلی کړي څه کم یوه اونۍ وروسته محکوم شو. ښاغلي مودي ویلي دي چې د جنسي تیریو زیاتیدل د هیواد د خلکو د شرم سبب شوي دي.

اسارام باپو په یوه بله ځانگړې دوسیه کې د خپل زوی سره یوځای د یو بل جنسي تیري په دلیل هم تر محاکمې لاندې دی. پدې ځانگړې قضیه کې دوو خویندو ادعا کړې چې چې دغه ٧٧ کلن روحاني د خپل زوی سره یوځای پر هغوی جنسي تیری کړی دی.

په هند کې جنسي تاوتریخوالي وروسته له هغې د نړیوالې ټولنې پاملرنه ځانته واړوله چې په ٢٠١٢ کال کې پر یوې ٢٣ کلنې محصلې باندې په یو مسافر وړونکي بس کې ډله ییز جنسي تیری وشو.

په هند کې د ښځو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د منع قوانین له دغې پیښې وروسته سخت شوي دي، خو فعالین وایي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د جنسي ازار پر ضد مبارزې لپاره باید د ښځو پر وړاندې ټولنیر نظر او چلند بدلون ومومي.

XS
SM
MD
LG