د لاس رسي وړ اتصالات

هند: پاکستان په گاونډیو هیوادونو کې لاس وهي


سرینگر: په ۴ ورځو کې ٢٨ کشمیري ځوانان وژل شوي او تر ٢٠٠ ډېر ټپیان شوي دي
سرینگر: په ۴ ورځو کې ٢٨ کشمیري ځوانان وژل شوي او تر ٢٠٠ ډېر ټپیان شوي دي

په هندي کشمیر کې د ترینگلي وضعیت په څلورمه ورځ، نن بشپړ اعتصاب (کاربندیز) و. د لومړیو دریو ورځو په خونړیو لاریونونو کې ٢٨ کسان وژل شوي دي او تر ٢٠٠ ډېر ټپیان شوي دي.

نن په مرکز سرینگر او جمو کې ټول دوکانونه، ښوونځي، پوهنتونونه، ترانسپورت او حکومتي دفترونه بند وو او په ښار کې بې ساري امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.

خونړي لاریونونه او د امنیتي ځواکونو سره د خلکو نښتې هغه مهال پیل شوې چې امنیتي ځواکونو په یوه پلان شوي برید کې د حزب المجاهدین ځوان رهبر برهان واني ووژلو.

برهان واني څوک و

٢٢ کلن برهان واني له پنځو کالو راهیسي د هند د واکمنۍ پر ضد وسله واله مبارزه پیل کړې وه او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې کشمیریانو ته د هندي پوځ پرضد د وسله والې جگړې یا جهاد د پیلولو بلنه ورکوله.

هغه پنځه کاله وړاندې په ١٧ کلنۍ کې خپل کوره ووت او څه موده وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د پوځي گوریلایي یونیفورم کې را ښکاره شو.

واني په لنډه موده کې د سرینگر په ځوانانو او په ځانگړې توگه په پوهنتون کې محبوبیت وموند او د یو ازادي غوښتونکې رهبر په توگه وپیژندل شو.

حکومت پر واني باندې د څو ترهگریزو پیښو تور لگولی وو او د هغه پر سر یې یو میلیون هندي روپی جایزه ټاکلې وه.

دا معلوم نه شوه چې پوځ د هغه ځای څنگه وموند خو د تیرې جمعې په ماښام د ډېر لږ مقاومت نه وروسته په یو کور کې ووژل شو.

سرینگر د جولای ٩: د برهان واني په جنازه کې زرگونو کشمیري ځوانانو برخه اخیستي وه.
سرینگر د جولای ٩: د برهان واني په جنازه کې زرگونو کشمیري ځوانانو برخه اخیستي وه.

هند او پاکستان

بلخوا هندي مقاماتو د پاکستان د صدراعظم، نواز شریف پر هغو خبرو سخت غبرګون ښودلی چې ویلي و د برهان واني وژل کیدل یې نامناسب کار بللی و. نواز شریف د اعتراض کوونکو په مقابل کې هم د هندي سرتیرو چلند تر حد زیات تاوتریخجن بللی وو.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویکاس سواروپ وایي چې پاکستان باید د خپلو گاونډیانو په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.

هغه زیاته وي"د پاکستان له اعلامیې ښکاري چې پاکستان له تروریزم سره تړاو لري او له هغه څخه د یوې دولتي پالیسۍ په توګه کار اخلي."

پاکستان هم په اسلام باد کې د هند د لوی کمیشنر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی او په کشمیر کې یې د وژنو په هکله شدید احتجاج ثبت کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید ویلي دي چې هغوی به د کشمیر د وضعیت په اړه د حقونو نړیوالو ادارو ته شکایت وکړي.

له بلې خوا د مسلمانانو د علماوو یوې ډلې د هند پر کورنیو چارو وزیر غږ کړی چې په کشمیر کې د حالاتو د کابو کولو په لار کې اړین اقدامات وکړي.

هند او پاکستان په ١٩۴٨، ٦٥ او ٧١ کلونو کې درې ځلې د کشمیر پر سر جگړې کړي دي
هند او پاکستان په ١٩۴٨، ٦٥ او ٧١ کلونو کې درې ځلې د کشمیر پر سر جگړې کړي دي

کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ جنجالي سیمه ده او دواړه یې د ملکیت ادعا کوي چې په یوه برخه یې پاکستان حاکم دی او په یوه لویه برخه یې د هند واکمن دی.

XS
SM
MD
LG