د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او پاکستان تر منځ جګړې کې ۱۱ تنه وژل شوي


هند او پاکستان په یو بل د جګړې د پیل کولو تور لګوي.
هند او پاکستان په یو بل د جګړې د پیل کولو تور لګوي.

د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ د کشمیر په جنجالي سرحدي سیمې کې په تازه جګړو کې د ۳ هندي عسکرو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي.

چارواکي وایي په جګړې کې چې د دواړو هیوادونو پوځیانو په یو بل د هاوان توغندي وار کړي، د ۳۰ نه زیات کسان ټپي شوي هم دي.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې جګړه لومړی هندي پوځیانو پیل کړه او د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمې یې په راکټ او هاوان توغندیو ویشتلې دي. د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې پدې ډزو کې چې تیره شپه او نن د جمعې په ورځ، نومبر ۱۳ ( لړم۲۳) شوي ۵ ملکیان وژل شوي ۲۷ نور ټپي شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان پوځ د هند د برید په ځواب کې څو پوستې په نښه کړي. په سیمه کې د حکومت یو چارواکي همدرانګه ویلي چې په ډزو کې د عامو خلکو ګڼ شمیر کورونه هم وران شوي.

خو بل پلو بیا د هند پوځ د جګړې د پیل کولو ملامتي د پاکستان په پوځ اچوي. د هند د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان پدې جګړې کې د هاوان توغندیو او نورو وسلو نه کار اخیستی او" په قصدي توګه یې د ملکیانو سیمې په نښه کړي".

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې ۳ هندي عسکر ټپي شوي هم دي.

په همدې حال کې په سرینګر کې د پولیسو یو افسر محد اشرف ویلي چې د پاکستان په ډزو کې ۴ ملکیان وژل شوي چې یوه یې میرمن وه.

هند او پاکستان د ۱۹۴۷ کال راپدیخوا چې آزادي یې اخیستي، د کشمیر پر سر یې درې ځله جنګونه کړي او وخت ناوخته په یو بل د کنټرول په کرښه کې ډزې کوي.

XS
SM
MD
LG