د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې اړوند غونډو کې د ګډون په اړه د هند چمتووالی


حنیف اتمر تیره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ هند ته تللی و.
حنیف اتمر تیره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ هند ته تللی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې په اړه جوړېدونکو غونډو کې د هند د ګډون په اړه د چمتووالي خبر ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې محمد حنیف اتمر تیر ماښام په نوي ډهلي کې له خپل هندي سیال اس. جي شنکر سره د افغان سولې اړوند سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

یاد وزارت نن سې شنبه مارچ ۲۳ (وري ۳) ویلي چې دواړو لورو د مسکو د (ترویکا) ناستې ګډه اعلامیه د افغان سولې د پیاوړتیا لپاره مثبته بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: د هند پلاوى په تاجیکستان کې د استانبول پروسې - آسيا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نهمې ناستې او په ترکیې کې د سولې خبرو راتلونکې پړاو په ګډون، د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره په سیمه ییزو کنفرانسونو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې هند د سولې له بهیر او د افغانانو د تيرو دوه لسيزو لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې حنيف اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند پر رول ټینګار کړی او د سولې خبرو د بریا لپاره، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړي کولو کې د هند فعال رول غوښتنه یې کړې ده.

د بیان له مخې هند د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نیوالې اجماع پیاوړي کولو مرستې چمتووالی ښودلی او په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

هند پر داسې مهال د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع برخه کې د همکاري ډاډ ورکړی چې ټاکل شوې راتلوونکې میلادي میاشت په ترکیه کې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

روانه میاشت په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه تر سره شوه، خو ویل کیږي چې یادې غونډې کې هندي استازو ګډون نه و کړی.

د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د هند د اقتصادي مرستو او بیارغونو پروګرامونو په اړه هم خبرې کړي او د هند د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپلو اقتصادي همکاریو د دوام په اړه حنیف اتمر ته ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG