د لاس رسي وړ اتصالات

د شاهرخ خان نوي فلم 'پټهان' سختدریځه هندوان په غوصه کړي


په پټهان فلم کې شاهرخ خان د یوه هوښیار جاسوس رول لري او ترڅنګ یې هندۍ ډیپیکا پډوکون او د جنګي فلمونو مشهور ستوري جان ابراهم هم رول لوبولی دی.
په پټهان فلم کې شاهرخ خان د یوه هوښیار جاسوس رول لري او ترڅنګ یې هندۍ ډیپیکا پډوکون او د جنګي فلمونو مشهور ستوري جان ابراهم هم رول لوبولی دی.

له څلور کاله ځنډ وروسته، سینما ته د وتلي هندي فلمي ستوري شاهرخ خان د فلم راتګ په هند کې ښي اړخي سختدریځه هندوان په غوصه کړي دي.

د پټهان فلم نن چهارشنبې جنوري ۲۵ (سلواغې پنځه) د هند د جمهوریت جشن یوه ورځ وړاندې نندارې ته وړاندې شو. په دې فلم کې شاهرخ خان د یوه هوښیار جاسوس رول لري او ترڅنګ یې هندۍ ډیپیکا پډوکون او د جنګي فلمونو مشهور ستوري جان ابراهم هم رول لوبولی دی.

هندو پلوه فعالین له دې امله په قهر دي چې د فلم په یوه سندره کې پډوکون زعفراني رنګه نیکر اغوستی دی. دا رنګ په هندو مذهب کې مقدس ګڼل کیږي.

له دې وړاندې هم د پټهان فلم د بندیز غوښتنه شوې وه. په ټویټر کې د پټهان خلاف هشټګ (BoycottPathaan) عام شوی. ښي اړخي هندوانو له دې مخکې، دې ته ورته ځینو نورو مشهورو هندي فلمونو سره هم مخالفت ښودلی و.

د عامر خان د "لال سینګ چډا" او د رنبیر کپور "براهماسترا" فلمونه هم له مخالفتونو سره مخامخ شوي وو.

د پټهان فلم د راوتلو په لومړۍ ورځ یې په بې ساري ډول لږترلږه ۵۰۰ زره ټکټونه وار لمخې پلورل شوي دي.
د پټهان فلم د راوتلو په لومړۍ ورځ یې په بې ساري ډول لږترلږه ۵۰۰ زره ټکټونه وار لمخې پلورل شوي دي.

د فرانس پرس د خبر په اساس، د چهارشنبې په ورځ ، د یوې سخت دریځې هندو ډلې فعالینو په بنګلور کې لاریون وکړ. دوی د پټهان فلم پوسټرونو ته اور واچاوه او له ځانونو سره یې داسې لوحې لېږدولې چې پرې لیکل شوي وو، "په پټهان بندیز ولګوئ."

ورته لاریونونه د سه شنبې په ورځ په ختیځ ایالت بهار او تیره جمعه په آسام کې هم شوي وو.

خو له دغو مخالفتونو سره سره، پټهان فلم ته په هند کې ډیرو خلکو لېوالتیا ښودلې. د چهارشنبې په ورځ ګڼ شمېر خلک چې پر کمیسونو یې "پټهان" لیکل شوی و، په ممبۍ کې د سینماګانو مخې ته راټول شوي وو او ډولونه یې غږول.

د هند د NDTV خبري شبکې ویلي چې د پټهان فلم د راوتلو په لومړۍ ورځ یې په بې ساري ډول لږترلږه ۵۰۰ زره ټکټونه وار لمخې پلورل شوي دي.

شاهرخ خان چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د هند په سینما کې له مشهورو څېرو بلل کیږي او ډیر خلک ورته "بادشاه" وايي، په وروستیو څلورو کلونو کې له ځینو شخصي او هنري ستونزو وروسته د فلم ډګر ته راستون شوی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې د "زیرو" په نامه د هغه وروستی غټ فلم مشهور نشو. تېر کال د هغه زوی د مخدره موادو په تړاو ونیول شو، خو پرې لګېدلي تورونه وروسته لرې شول.

د هند بالیوډ سینما چې د نامتو او ډیرو پیسو ګټونکو فلمونو په جوړولو مشهوره ده، په دې وروستیو کلونو کې پدې برخه کې ډیر بریالیتوب ندی لرلی. د سینما ځینې شنونکي هیله من دي چې د پټهان فلم ښايي دغه حالت بدل کړي.

XS
SM
MD
LG