د لاس رسي وړ اتصالات

هند: افغان کړکېچ باید د خبرو له لارې هوار شي


د هند د ملي امنیت شورا مشر با اجیت دوال وايي، د افغانستان مسله باید د جګړې له لارې نه بلکې، د افغان حکومت په مشرۍ د مخامخ خبرو له لارې هواره شي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د «غوايي پر ۲۶مه»په دغه هېواد کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د مشر محمد عمر داودزي سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

د افغانستان د سولې د سیمه ییزي اجماع په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزی پرون پنجشنبه پر افغان سولې د بحث لپاره هند ته تللی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره یې هم کتلي دي.

د سولې عالي شورا لخوا په دې اړه خپاره شوي بیان کې راغلي:"دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغان سولې په بهیر کې د سیمه ییزو هېوادونو پر رول خبرې وکړې."

د هند د ملي امنیت شورا سلاکار همدارنګه ویلي، چې هېواد یې د افغانانو په مالکیت د سولې له پروسې سره مرسته کوي.

اغلې سواراج ویلي چې هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوي او زیاته کړې ده چې هېواد به یې په مالي برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو دوام ورکړي.

محمد عمر داودزي روانه اونۍ د جرمني مرکز برلین کې هم د افغان سولې په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج د غوايي میاشتې پر ۱۷مه هم دغه هېواد ته د زلمي خلیلزاد د سفر پر مهال ویلي و چې هېواد به یې د افغان سولې په اړه له مهمو سیمه ییزو اړخونو سره په ګډه کار وکړي.

هند له افغانستان سره تر امریکا، جاپان، جرمني، او بریتانې وروسته د سترو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی.

XS
SM
MD
LG