د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې ۲۸ ماویست یاغیان د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي


ماویست یاغیانو په تېرو کلونو کې پر حکومتي ځواکونو څو خونړي بریدونه هم ترسره کړي دي.
عکس - ارشیف
ماویست یاغیانو په تېرو کلونو کې پر حکومتي ځواکونو څو خونړي بریدونه هم ترسره کړي دي. عکس - ارشیف

د هند امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ، اکتوبر ۴مه (تلې ۱۳مه) وویل، چې د چتیسګر په ایالت کې یې په یوه وسله‌ واله نښته کې لږ تر لږه ۲۸ ماویست یاغیان وژلي دي. دا نښته څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوه چې د هند د کورنیو چارو وزیر، امیت شاه، ماویست یاغیانو ته خبرداری ورکړی و چې یا دې تسلیم شي او یا به له "بشپړ پوځي یرغل" سره مخ شي.

د باستار د سیمې د پولیسو مشر، سوناراج، فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: "په نښته کې ټولټال د ۲۸ ماویست یاغیانو مړي موندل شوي دي." په ورته وخت کې، د نارایانپور د ولسوالۍ امنیه قوماندان، پربهات کومار، هم تایید کړه چې په دې نښته کې د هند د امنیتي ځواکونو یو غړی برسیرن ټپي شوی چې د هلیکوپټر په مرسته روغتون ته انتقال شوی دی.

د جمعې ورځې نښته د چتیسګر ایالت په سویل کې، د آبوجماد په ځنګلي سیمه کې رامنځته شوې، چې د یاغیانو د فعالیت یو مهم مرکز بلل کېږي. کومار زیاته کړه چې دغه ګډ عملیات، چې د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو له خوا ترسره کېږي، لا هم روان دي.

د جمعې ورځې نښته پداسې حال کې رامنځته کیږي، چې د هند د کورنیو چارو وزیر، امیت شاه، تېره میاشت په چتیسګر کې له خلکو سره د لیدنې پر مهال، یاغیانو ته خبرداری ورکړی و چې که وسلې پر ځمکه کښېنږدي، له سختو پایلو سره به مخ شي.

هغه ویلي و: "وسلې پر ځمکه کېږدئ، که نه، موږ به یو بشپړ پوځي یرغل پیل کړو او تاسو [یاغیان] به له منځه یوسو." امیت شاه همدارنګه وویل، چې حکومت هیله لري د نکسالي یاغیانو بغاوت به د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.

د ماویست یاغیانو پر وړاندې د هند د امنیتي ځواکونو له غوڅ دریځه وروسته، حکومت په مرکزي، جنوبي او ختیځو ایالتونو کې لسګونه زره امنیتي پرسونل ځای پر ځای کړی، چې له امله یې د یاغیانو تر واک لاندې سیمه په وروستیو کلونو کې ډېره محدوده شوې ده.

دغه یاغیان چې د نکسلیانو په نوم پیژندل کیږي او وايي چې دوی په کلیو کې د بې وزلو لپاره مبارزه کوي، له ۱۹۶۷ راهیسې چریکي بریدونه کوي. دوی ته پدې خاطر ماویست یاغیان ویل کیږي چې دوی د چین د پخواني کمونیست مشر ماوسیتونوګ د ایډیالوژۍ لارویان دي.

دغو یاغیانو په تېرو کلونو کې پر حکومتي ځواکونو څو خونړي بریدونه هم ترسره کړي دي. په ۲۰۲۱ کال کې، د ماویست یاغیانو سره په یوه نښته کې ۲۲ پولیس او ملیشه ځواکونه وژل شوي وو.

همدارنګه، په ۲۰۱۹ کال کې، په هند د ملي ټولټاکو تر پیل وړاندې، د کومانډو ۱۶ سرتیري په مهاراشترا ایالت کې په یو بمي چاودنه کې ووژل شول چې مسؤلیت یې په ماویست یاغیانو پر غاړه واچول شوه.‌

د نوي ډهلي حکومت په لیرې پرتو سیمو کې د زیربناوو د پراختیا لپاره میلیونونه ډالر لګولي، ادعا کوي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د یاغیانو نفوذ په ۴۵ ولسوالیو کې محدود کړی، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ کال کې دغه شمېر ۹۶ ولسوالۍ ته رسېده.

د حکومتي شمېرو له مخې په تېره یوه لسیزه کې د وژل شویو یاغیانو کلنۍ شمېر دوه پر درېیمه کم شوی دی.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG