د لاس رسي وړ اتصالات

هند: پاکستان د بالاکوټ د برید په اړه معلومات پټوي


هند وايي، پاکستان ژورنالستانو ته اجازه نه ورکوي چې په دغه هېواد کې د هند د وروستیو هوايي بریدونو له ځای څخه له نژدې لیدنه وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راوش کومار نن شنبه د کب پر ۱۸مه وویل چې پاکستان په دې اړه معلومات پټ ساتي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د پاکستان امنیتي چارواکو د تېرې پنجشنبې په ورځ د امنیتي اندېښنو له امله د یاد اژانس ژورنالستان یادې سیمې ته له ورتلو څخه منعه کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند

راوش کومار وویل:"واقعیت دادی چې پاکستان تر دامهاله څو ځله سیمې ته د ژورنالستانو د تګ غوښتنه رد کړې ده."

هند تېره میاشت د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر په بالاکوټ سیمه کې د جېش محمد ډلې پر مدرسې بریدونه مطلوب او بریالي بللي دي.

خو پاکستاني چارواکي بیا د هند د برید په سیمه کې د تروریستي ډلو د مرکزونو موجودیت ردوي.

د تېرې فبرورې میاشتې پر ۱۴مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي پوځیانو ځانمرګي برید چې ۴۱ تنه یې ووژل د پاکستان او هند اړیکې تر هوايي بریدونو ورسولې.

هند یاد برید په غبرګون کې په فبروري میاشت کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر کې د بالاکوټ په سیمه کې د جېش محمد وسله والې ډلې پر مدرسې هوايي بریدونه وکړه چې تر هغه یوه ورځ وروسته پاکستان د هند تر ولکې لاندې شمېر کې هندي پوځي تاسیسات په نښه کړه او د یو او بل د جنګي جېټ الوتکو د راغورځولو راپورونه یې هم ورکړل.

تر هغه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان څخه وغوښتل چې پخپله خاوره کې د ټولو تروریستي ډلو مرکزونه له منځه یوسي.

عمران خان
عمران خان

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي دي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له خاورې نه پر نورو هیوادونو د برید لپاره گټه واخلي.

د پاکستان صدراعظم د جمعې په ورځ د پاکستان په جنوب کې خلکو ته د وینا پر مهال وویل "زما دولت اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې نه د بهرنیو تروریستي بریدونو لپاره کار واخلي."

د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ نړیوال غبرګونه درلودل او امریکا، بریتانیا او اروپایي اتحادیې له هند او پاکستان نه وغوښتل چې د پوځي نښتو له دوام نه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG