د لاس رسي وړ اتصالات

هند د افغانستان پر وضعیت کنفرانس جوړوي، پاکستان نه ورځي 


هند په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړې دي
هند په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړې دي

د ځینو هندي رسنیو د راپورونو په اساس ټاکل شوې چې د هند حکومت د را روانې چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره امنیتي کنفرانس وبولي.

په دغه کنفرانس کې به د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه چارواکي ګډون کوي چې چین، ایران، تاجکستان او ازبکستان په کې دي.‌ خو پاکستان ویلي چې په دې غونډه کې ګډون نه کوي. د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال دا غونډه بللې ده.

د طالبانود اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي سیمه ایزو رسنیو ته په څرګندونو کې د دغسې غونډو د جوړیدو هرکلی کړی، خو په دې شرط چې دا غونډې د افغانانو سره د مرستو لپاره وي او په خبره یې په کې د افغانستان بانک د شاوخوا لسو ملیاردو ډالرو کنګل شوو پیسو د خلاصېدو ترڅنګ د «طالبانو اسلامي امارت» د رسمي پېژندلو ملاتړ وشي.

یو شمیر افغان سیاسي کارپوهان په دې نظر دي چې نوی ډهلی دا غونډه د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د سیمې د هیوادونو د اینده اقداماتو، نظریاتو او پالیسو د معلومولو په اړه بللې ده.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي چې په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو مسئله مطرح نه ده، بلکې هند غواړي چې د طالبانو په اړه د دغو هیوادونو له دريځونو ځان خبر کړي.

ښاغلي سعیدي وویل: "د روانې چهارشنبې په ورځ یو کنفرانس په ډهلي کې دایریږي چې د شپږو هیوادونو ملي امنیت د شورا مشاورین په کې برخه واخلي، خو پاکستان په کې اشتراک نه کوي هغه ملاحظات لري. یوازې تاجکستان، ازبکستان، چین، روسیه او امریکا هم پخپله اشتراک کوي. دا یوه متحدالمال جلسه ده لکه چې پخوا په ایران کې هم جوړه شوې وه او روسیه کې هم شوې وه. د رسمیت پیژندلو په برخه کې هیڅ څه نشته."

د سیاسي چارو یو بل کارپوه بریالی نصرتي وايي چې هند په سیمه کې ستر هیواد دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې افغانستان کې زیاته پانګونه کړې ده. ښاغلی نصرتي وايي چې هند په افغانستان او سیمه کې د اسلامي سخت دریځو خوځښتونو په اړه، چې د پاکستان یې ملاتړ کوي، هم ژورې اندېښنې لري.

نوموړي وویل: "البته چې هندوستان په څو برخو کې اندېښنې لري، مخ په زیاتیدونکي ډول د تروریستي ډلو د فعالیتونو زیاتوالي څخه، د دې سربیره د تاریخ په اوږدو کې په نړیواله کچه پاکستان ته د سخت دریځو ډلو د ملاتړ کوته نیول کیږي په دې غونډه کې د پاکستان حضور دیر مهم و، خو پاکستان د ځینو خپلو دلایلو له مخې په غونډه کې د ګډون څخه ډډه وکړه په عمومي ډول که ووایو، چې دا غونډې افغانستان ته څه ګټه لري، نو نه يې لري".

بریالی نصرتي وايي چې دا غونډې تر ډیره د ګډون کوونکو هیوادونو لپاره د پالیسو په جوړولو کې مرستې لپاره جوړیږي.

په نوي ډهلي کې د دې غونډې دمخه په مسکو او تهران کې هم د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره غونډې جوړې شوې وې.

XS
SM
MD
LG