د لاس رسي وړ اتصالات

پر یوې راهبې باندې د جنسي تیري په تور د یو کاتولیک راهب محاکمه


راهبو تیر کال په هند کې د تورن شوي راهب په ضد اعتراضونه وکړل
راهبو تیر کال په هند کې د تورن شوي راهب په ضد اعتراضونه وکړل

د هند په جنوب کې د کریلا ایالت یو کاتولیک راهب پر یوې راهبې باندې د څو ځلي جنسي تیري په تور محاکمه کیږي.

د کریلا ایالت کاتولیک راهب فرانکو مولاکال، د شنبې په ورځ (نومبر ٣٠ – لیندۍ ٩) پداسې حال کې محکمې ته وړاندې شو چې یو شمیر پلویان یې حاضر وو.

که څه هم چې کاتولیک کلیساه پدې وروستیو کلونو کې د جنسي بد چلند په وجه د زیاتو ادعاو او تورونو سره مخامخ شوې، خو دا لومړی ځل دی چې په هند کې یو کاتولیک راهب پدغه ډول جنجال کې ښکیل کیږي.

پر دغه راهب باندې تور دی چې د ٢٠١۴ او ٢٠١٦ کلونو په ترڅ کې یې څو ځلې پر یوې راهبې باندې جنسي تیری کړی دی.

ښاغلي مولاکال د محاکمې د غونډې په ترڅ کې پر هغه لگیدلي تورونه رد کړي دي. که هغه مجرم وگڼل شي د عمرقید په سزا به محکوم شي.

د کریلا ایالت پولیسو ددغه راهب پر وړاندې د تورونو یو څه دپاسه سل پاڼیزه دوسیه محکمې ته وړاندې کړې ده چې په کې د راهبو، کشیشانو او نورو راهبانو څرگندونې شاملې دي.

دغه راهب لومړی ځل د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې ونیول شو، خو په ضمانت خوشې شو.

هغې راهبې چې پرې تیری شوی د هند د کاتولیک کلیساه مشرانو او همداشان واتیکان ته شکایت کړی و او کلیساه یې پدې ملامته کړې وه چې د هغې دوسیې ته جدي پام نه کوي.

XS
SM
MD
LG