د لاس رسي وړ اتصالات

هند دې هم طالبانو سره مذاکراتو کې شامل شي- د هند د پوځ مشر


د هند د پوځ مشر ویلي دي چې هند دې هم له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې شامل شي چې خبر شي څه روان دي.

د هند د پوځ لوی درستیز بپن راوت په خپلې کلنۍ وینا کې ویلي دي چې "که هند د افغانستان سره علاقه لري، او لري یې نو پکار ده له طالبانو سره د سولې په اړه په خبرو کې ګډون وکړي، هند دې خامخا په دغه خبرو کې شامل شي."

ښاغلي راوت څو ورځې مخکې له رسنیو سره د خبرو په مهال د امریکا د طالبانو سره د خبرو هرکلی کړی و.

هغه وویل "ترڅو مونږ د خبرو برخه نه یو نو مونږ به بیخي نا خبره یو چې څه روان دي."

د یادونې وړ ده چې هند په مسکو کې د طالبانو سره په یوې غونډې کې گډون کړی و.

هند خپل دوه استازي مسکو ته استولي و، خو هغوی یوازې د خبرو نظارت ته ورغللي و.

د هند د پوځ مشر د دې سوال په ځواب کې چې ایا هند د طالبانو په اړه خپله نظر بدل کړی، وویل چې له طالبانو سره خبرې دې د افغان حکومت په مشرۍ کې وشي او ټول مسولیت دې هم د افغان حکومت وي.

XS
SM
MD
LG