د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا د هند نامتو موسیقي جوړونکی واجد خان مړ کړ


له کیڼې خوا ساجد خان د خپلې کورنۍ د غړیو سره
له کیڼې خوا ساجد خان د خپلې کورنۍ د غړیو سره

د هندي سینما نامتو موسیقي جوړونکی، سندرغاړی او هنرمند واجد خان د ۴۲ کالونو په عمر د مومبای په ښار کې نن دوشنبه (جون اوله) مړ شو.

په هند کې مطبوعات وایي چې واجد خان د بډوډو ناروغي درلوده او د کرونا ویروس هم نیولی و.

واجد خان او ورو یې ساجد خان په هند کې پدې زیات شهرت لري چې د هندي سینما د یو تر ټولو وتلي هنرمند، سلمان خان د فلمونو لپاره یې سندرې جوړې کړې.

ساجد خان او واجد خان د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۸ کال کې د سلمان خان د فلم " پیا کیا تر ډهرنا کیا" لپاره په ګډه سندره جوړه کړله.

سلمان د خپل دې ملګري په مرګ خفګان ښودلی او په ټویټر کې یې لیکلي: " تل درسره مینه لرم او درناوی دې کوم. تا به ستا د شخصت او وړتیا په خاطر تل یادوم. "

د سلمان خان تر څنګ د هندي سینما یو شمیر مشهورو هنرمندانو د واجد خان په مړینه خفګان ښودلی او د سینما لپاره یې ستره ضایعه بللې.

XS
SM
MD
LG