د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د اتراکنډ په ایالت کې د پړانګانو له ویرې ګرځبندیز اعلان شوی


هند تېره اونۍ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د پړانګانو شمېر زیات شوی.
هند تېره اونۍ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د پړانګانو شمېر زیات شوی.

د هند په شمال کې په سلګونو خلکو ته امر شوی چې د پړانګانو له ویرې د تیارې له خپرېدو وروسته له خپلو کورونو څخه ونه وځي.

چارواکو وویل د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۷) د اتراکنډ ایالت په غرنیو سیمو کې د ماښام له اوو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې ګرځبندیز وروسته له هغه اعلان شو چې د پړانګانو په بریدونو کې دوه کسان ووژل شول.

هند تېره اونۍ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د وحشي پړانګانو شمېر له ۳۰۰۰ اوښتی او د ښاري سیمو د پراختیا او ځنګلونو د کمېدو له امله پر انسانانو باندې د پړانګانو بریدونه زیات شوي دي.

د پړانګانو له ویرې په دغه سیمه کې ښوونځي هم د دوو ورځو دپاره تړل شوي دي.

چارواکي‌وايي د پړانګانو په برید کې یو کس د پنجشنبې په ورځ او دوهم د یکشنبې په ورځ ووژل شوي دي. په اتراکنډ کې د ځنګلونو د چارو مسول سواپنیل انیرود وویل چې وسله وال محافظین یې په سیمه کې ګزمې کوي.

هغه په انسانانو باندې د پړانګانو د بریدونو د زیاتېدو یو لامل په دې سیمه کې د پړانګانو د ښکار او خوراک د پاره د نورو ژویو کموالی وښود.

د رسمي شمېرو له مخې، په هند کې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د پړانګانو په بریدونو کې ۱۰۸ کسان وژل شوي دي.

د چاپیریال ساتنې فعالین وايي ځنګلونو ته نږدې د ښاري سیمو پراختیا، د انسانانو او ځناورو تر منځ شخړه رامنځته کړې ده.

پولیسو تېر کال د هند په ختیځ کې هغه پړانګ وواژه چې د انسانانو په داړلو مشهور و او ویل کیږي چې نهه کسان یې خوړلي وو.

د خپرو شویو ارقامو له مخې، د نړۍ ۷۵ سلنه پړانګان په هند کې دي. د چاپیرل ساتنې فعالین وايي، په نړۍ کې د پړانګانو شمېر چې په ۱۹۰۰ کال کې له ۱۰۰ زرو زیات وو، د ځنګلونو د وهل کېدو له کبله په ۲۰۱۰ کال کې ۳۰۰۰ ته راټیټ شو.

هند او ۱۲ نورو هېوادونو په ۲۰۱۰ کې تړون لاسلیک کړ چې تر ۲۰۲۲ کال پورې به د پړانګانو شمېر دوه چنده زیات کړي.

XS
SM
MD
LG