د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې شپږ پولیس په یو داخلي برید کې وژل شوي


kandahar city
kandahar city

په کندهار کې تېره شپه دوو تنو پوليسو پر خپلو همکارانو برید کړی شپږ پولیس يې وژلي او پنځه تنه نور يې ټپیان کړي دي.

پېښه د ښار د پنځلسمې حوزې په حاجي عرب سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

امنیتي مقامات وايې چې وروسته برید کونکې پوليس د تېښتې پر مهال د پوليسو له ګزمې سره د نښتې پرمهال وژل شوې.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې پېښه تائید کړه خو زیاته يې کړه چي د پیښې د جزئیاتو لپاره يې یو پلاوی په پلټنو بوخت دی.

خو د کندهار د پوليسو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې" د پوليسو په دېرشم ماموریت کې تر پېشلمي وروسته د دولت د مخالفینو نفوذي پوليسو په ماموریت کې دننه پر خپلو نورو همکارانو برید کړی چې په ترځ کې يې ۶ تنه پوليس وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي او بریدکوونکي پولیس د تېښتې پرمهال د پوليسو ګزمې په نښته کړې او وژل شوی".

دا په کندهار ښار کې د خپل ډول لمړنی پېښه ده خو تر دې مخکې په تیر دوو میاشتو کې په هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې د پوليسو په منځ کې پنځه ورته پېښي رامنځ ته شوي دي.

وسله والو طالبانو د کندهار د پېښې مسئولیت منلی.

د وسله والو طالبانو یوه وقاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي یوه بیان کې ادعا کړې برید کونکې دووه پوليس د دوی نفوذي کسان وو چې د تیرې شپې په برید کې یې ۳۰ پولیس د پولیسو د یو قوماندان په ګډون وژلي دي.

خو د کندهار پولیسو د خپلو وسله والو مخالفانو دا ادعا رد کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG