د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۴۰۰ کال لومړیو دریو میاشتو کې ۹۵۰ زره افغانان بېځایه شوي ــ راپور


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي چې په روان لمریز کال کې د جګړو او نا امنیو له امله په زر هاوو کورنۍ له خپلو اصلي مېنو څخه بېځایه شوي دي.

دغه کمیسیون د چهارشنبې په ورځ اګست څلورمې ( زمري ۱۳) د جګړې د بېځایه شوو په اړه خپل راپور خپور کړ.

د یاد کمیسیون یوې کمیشنر بنفشې یعقوبي خبریالانو ته وویل چې د دغه بنسټ د څارنې له مخې د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې په ۲۶ ولایتونو کې ۱۵۸۳۹۲ کورنۍ بېځایه شوي دي.

میرمن یعقوبي وویل"که په متوسط ډول هره کورنۍ شپږ نفره ونیسو، د کسانو شمیر تقریبا ۹۵۰ زره او ۳۵۲ کسانو ته رسیږي.ډیری بې ځایه شوي په ننګرهار کې دي چې ۲۲۷۹۰ کورنۍ بېځایه شوي او لږ یې په ارزګان کې دي چې سل کورنۍ دي".

د بشري حقونو کمیسیون موندنې ښیي چې ۷۷ فیصده بېځایه شوي د خپل ځان د امنیت لپاره اندیښمن دي، څه باندې ۳۴ فیصده پاکو اوبو، څه باندې لس فیصده سرپناه او نیږدې ۴۴ فیصده هم روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نلري".

راپور کې راغلي چې څه باندې ۵۲ فیصده دغو کورنیو ویلي چې د کورنۍ د غړو یو یا څو تنه یې د زدکړو له حقه محروم دي.

بنفشې یعقوبي همدرانګه وویل چې ۸۵ فیصده دغه کورنۍ تلپاتې کار نلري او څه باندې ۴۵ فیصدو یې هم دولتي مرستې نه دي ترلاسه کړي.

میرمن یعقوبي د بې ځایه شوو د شمیر زیاتوالي د مخنیوي لپاره د افغانستان له حکومت او د جګړې له نورو اړخونو څخه د اوربند غوښتنه کوي.

د بشري حقونو کمیسیون له حکومته، مرستندویه بنسټونو او د دولت مخالفینو ته وړاندیز کوي چې د بې ځایه شوو لپاره دې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې، روغتیایي خدمتونه او د مرستو رسونو زمینې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG