د لاس رسي وړ اتصالات

د غني‌-عبدالله ترمنځ‌ سیاسي‌ تړون په نړیواله کچه ستایل شوی


ښاغلیو غني او عبدالله د مۍ په ۱۷ په ارګ کې تړون لاسلیک کړ
ښاغلیو غني او عبدالله د مۍ په ۱۷ په ارګ کې تړون لاسلیک کړ

د امریکا متحده ایالتونه، اروپايي ټولنې، ناټو او یوناما د ولسمشر غني ‌او پخواني اجرايي رئیس عبدالله ترمنځ د سیاسي تړون هرکلی کړی دی.

ښاغلیو غني او عبدالله د یکشنبې په ورځ مۍ۱۷ (غويي۲۸) له څو میاشتو سیاسي اختلافاتو وروسته تړون لاسلیک کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارات وايي‌ مایک پمپیو دواړو مشرانو سره په تیلیفون کې خبرې وکړې او د دغه تړون په اړه یې مبارکي ورکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي‌ چې ښاغلي پمپیو دواړو مشرانو سره خبرو کې ټېنګار وکړ چې: "لا هم د جګړې د ختمولو لپاره سیاسي جوړجاړی د امریکا لپاره لومړیتوب لري. "

ښاغلي پمپیو هیله ښودلې ده چې دواړه مشران به د سولې په اړه ګډ کار وکړي. په دې اړه یې اندېښنه ښودلې ده چې د دوی ترمنځ‌ د سیاسي اختلاف له کبله "وخت ضایع شوی" دی.

نوموړی څه موده مخکې کابل ته ولاړ چې د دغو مشرانو ترمنځ سیاسي شخړه حل کړي،‌ خووس یې ونه رسېد. هغه ګواښ کړی و که دا ستونزه حل نشي امریکا به له افغانستان سره یو ملیارد ډالر مرسته کمه کړي.

امریکا د فبرورۍ په ۲۹ په قطر کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې افغان حکومت ۵۰۰۰ طالبان او طالبان به ۱۰۰۰ افغان سرتېري خوشې کوي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پيلیږي، خو لا دا بندیان په بشپړ ډول نه دي پرېښودل شوي.

د نوي تړون له مخې عبدالله عبدلله به د ملي مصالحې د شورا مشر وي چې له طالبانو سره د سولې اړوند مسایل پر مخ یوسي او دا بهیر رهبري کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر( یوناما) ویلي چې دا موافقه ټولو خواوو دا زمینه برابروي‌ چې د بین الافغاني مذاکراتو، د کووید۱۹ په ضد د مبارزې او جنګ جګړو د ختمولو لپاره یوه متحده جبهه ولري.

ناټو هم د ښاغلیو غني او عبدالله ترمنځ د تړون د لاسلیک کېدو هرکلی کړی دی او په همدې حال کې یې پر طالبانو غږ کړی دی چې د تاوتریخوالي د کمولو، بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو په افغانستان کې د پایداره سولې په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړی.

د دغو دواړو مشرانو ترمنځ سیاسي شخړه له هغه وروسته پیل شوه چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د۲۰۱۹ د سپتمبر په ولسمشریزو ټاکنو کې محمد اشرف غني ګټونګی اعلان کړ. خو ښاغلي عبدالله د نتایجو پایلې ونه منلې او خپل موازي حکومت یې اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG