د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړل؛ هاګ د امریکا پرېکړه وغندله


امریکا د هاګ د نړیوالې محکمې په غړو بندیزونه ولګول
امریکا د هاګ د نړیوالې محکمې په غړو بندیزونه ولګول

د جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا د متحدو ایالتونو له لورې د دغې محکمې پر غړو باندې د بندیزونو د لګولو پرېکړه غندلې ده.

دغې محکمې د جمعې په ورځ جون۱۲( غبرګولي۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د امریکا لخوا د بندیزونو لګولو پرېکړه د څېړنو د نه منلو یوه هڅه ده.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د دغې محکمې په غړو باندې بندیز ولګوه.

دغه محکمه په افغانستان کې د جنګي جرمونو ادعاوې څېړي چې د "امریکا او ایتلاف سرتېري په کې دخیل" بلل کیږي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا له لوري د بندیزونو لګولو په غبرګون کې ویلي دي چې د "خپلو کارکوونکو او چارواکو تر څنګ به کلکه ولاړه او په خپلواک او بې پرې ډول د خپلو اساساتو پلي کولو ته ژمنه" ده.

د اسوشیتدپرس آژانس وايي چې د محکمې په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي‌ دي چې په هاګ کې په محکمې باندې برید: " د هغو بې رحمه جرمونو په قربانیانو برید دی چې دغه محکمه یې استازیتوب کوي او د عدالت غوښتنې وروستۍ هیله ده."

د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کې جوړه شوه او د امریکا له متحدو ایالتونو پرته ۱۲۳ هېوادونه یې غړي دي. د دغې محکمې اصلي‌ دنده په جنګ ځپلو سیمو کې د جنګي جرمونو د ادعاو څېړل، د عاملینو محکمه او قربانیانو ته عدالت ورکول دي.

د جنګي جرمونو څېړل او د امریکا غبرګون

د ۲۰۱۹کال د اپریل په میاشت کې د دغې محکمې په یوې مقدماتي جلسې کې منل شوې وه چې "په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي کې وسله والو طالبانو، افغان پوځیانو، امریکایي ځواکونو او د سي آی اې مامورانو د جګړې له قوانینو سرغړونې" کړي دي.

هغه وخت د دغې محکمې په یوې اعلامیې کې ویل شوي وو چې د ۷۰۰قربانیانو له ډلې، چې دغې محکمې ته یې عریضې کړي، ۶۸۰تنو یې د جنګي جرمونو په اړه د رسمي تحقیقاتو د پیلولو هرکلی کړی.

په اعلامیې کې د افغانستان د انتقالي عدالت د ډلې د یو غړي ضیا مبلغ له خولې ویل شوي وو: "د نړیوالو جرمونو له محکمې پرته په افغانستان کې عدالت تش شعار دی. په افغانستان کې نه ختمېدونکی معافیت د دې ښکارندوی دی چې ولې د وروستۍ مرجع په توگه د جرمونو نړیوالې محکمې ته ډېره اړتیا ده."

خو امریکا د دغې محکمې چارواکي تورن کړي چې بیطرف نه دي او په مالي فساد کې ډوب دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل: "موږ دغه څېړنې غندو، د جرمونو له نړیوالې محکمې سره خپله همکاري ځنډوو او کوم کسان چې زموږ د پوځیانو د فعالیتونو د څېړنو په لټه کې دي، امریکا ته له وېزې ورکولو څخه یې محروموو."

تر دې مخکې هم د امریکا متحده ایالاتو ګواښ کړی و که د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د جنايي جرمونو د ادعاو په اړه څېړنې پيل کړي، د دغې محکمې پر قاضیانو به بندیزونه ولګوي.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د جرمونو د نړیوالې محکمې اقدام ته په غبرګون کې یو فرمان صادر کړ اوددغې محکمې پر غړو یې بندیزونه ولګول، هغوی او د کورنۍ غړي یې امریکا ته له سفر کولو هم بند کړ.

ملګرو ملتونو ویلي دي‌ چې د امریکا له لوري د جرمونو د نړیوالې محکمې پر غړو د بندیزونو راپورونه یې لیدلي او دا مسئله به تعقیبوي.

د ملګرو ملتونو یو ویاند ویلي دي چې جنګي‌ مجرمینو ته د معافیت په اړه یې دریځ په خپل حال دی.

XS
SM
MD
LG