د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس کې له بېځایه شویو کورنیو سره د کډوالو نړیوال سازمان مرسته کوي


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره یا (IOM) وايي د افغانستان په بادغیس ولایت کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله له سلګونو بېځایه شویو کورنیو سره مرستې کوي.

دغه سازمان نن چهارشنبه سپټمبر ۲۲ (وږې ۳۱) ویلي چې په دغه ولایت کې اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې او ټاکل شوې ۱۷۰۰ کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان زیاته کړې چې په یاده مرسته کې غیر غذايي توکي او د بېړنۍ سرپناه برابرولو لپاره توکي شامل دي.

دغه سازمان وايي چې دوی د جګړو او طبعي پېښو له امله د بېځایه شوو کورنیو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.

تیره اونۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) هم وویل چې په افغانستان کې د جګړو له امله بېځایه شوو کورنیو سره مرستو ته ژمن دي.

دغه کمېشنرۍ نن یکشنبه سپتمبر ۱۹ (وږې ۲۸) ویلي چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د جګړو له امله بېځایه شویو کورنیو ته یې د مرستو رسول پيل کړي دي.

ملګرو ملتونو نه دي ویلي چې په دغه ولایت کې په څومره بېځایه شویو کورنیو باندې یې مرستې ویشلي دي، خو ټینګار یې کړی چې په مرسته شویو توکو کې د کورنیو د اړتیا وړ لومړني توکي نالۍ، کمپلې، پلاستیکي فرشونه، د اوبو لوښي، د پخلنځي وسایل او نور اړین توکي شامل دي.

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې دوی اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په هڅه کې دي.

له افغانانو سره یادې بشري مرستې پر داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د کار نشتوالي له امله خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG