د لاس رسي وړ اتصالات

آی او ایم: نهو ولایتونو کې له ۹۷٪ څخه زیات کډوال د جګړو له امله بې‌ځایه شوي


د افغانستان د مهاجرینو چارو وزارت وایي یوازې تیرکال په دغه هیواد کې نږدې یو میلیون افغانان له خپلو مینو بې ځایه شوي وو.
د افغانستان د مهاجرینو چارو وزارت وایي یوازې تیرکال په دغه هیواد کې نږدې یو میلیون افغانان له خپلو مینو بې ځایه شوي وو.

د افغانستان په نهو ولایتونو کې د مهاجرت د نړیوالې ادارې "آی او ایم" یوه سروې ښيي، چې په تیرو پنځه کلونو کې نږدې دوه نیم میلیونه افغانان یا له بهر څخه راستانه شوي او یا هم په دغو ولایتونو کې له یوځای څخه بل ځای ته بې ځایه شوي دي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې "آی او ایم" په تیرو شپږ میاشتو کې د افغانستان په نهو ولایتونو کې په دوو پړاونو کې یوه سروې بشپړه کړې، چې له مخې دغو ولایتونو ته د بهرنیو هیوادونو څخه د راستانه شوو افغانانو په اړه د معلوماتو ترڅنګ د کورنیو بې ځایه شوو افغانانو د بې ځایه کیدو د عواملو په باب هم معلومات راټول شوي دي.

د سروې په لومړي پړاو کې چې د تیر مارچ په میاشت کې تر سره شوې په ننګرهار، کونړ او لغمان کې د راستنو شوو او بې ځایه شوو افغانانو په اړه معلومات راټول شوي او د دغې سروې په دوهم پړاو کې چې د تیرې می په میاشت کې په بغلان، بلخ، کابل، کندز، پکتیا او تخار ولایتونو کې ترسره شوې د راستانه شوو او په کور دننه د بې ځایه شوو افغانانو د وضعیت په هکله معلومات راټول شوي دي.

په کابل کې د مهاجرت د نړیوالې ادارې "آی او ایم" یو چارواکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ټاکل شوې ده په راتلونکي کې دا ډول سروې نورو ولایتونو کې هم ترسره شي.

"آی او ایم" وايي، د ۲۰۱۲ کال راهیسې د تیر جون تر میاشتې، ټول دوه میلیونه، څلورسوه شپاړس زره، پنځه سوه اویا تنه افغانان یا له بهر څخه وطن ته راستانه شوي او یا هم په دغو ولایتونو کې له یو ځای څخه بل ځای ته ګډه شوي دي.

دا سروې وایي "دا په دې معنی دي چې په دې نهو ولایتونو کې په هرو شپږ تنو کې یو یې یا له بهر څخه دغو ولایتونو ته راستون شوی او یا هم له یوځای څخه بل ځای ته ګډه شوی دی. د ننګرهار ولایت د اوسیدونکو له دریو یې یو یا له بهر څخه دغه ولایت ته راستون شوی او یا هم په ولایت کې دننه بې ځایه شوی دی".

د دغې سروې له مخې په تیرو پنخه کلونو کې یو میلیون، دوه سوه زره ، اوه سو یوویشت کسان له بهر څخه دغو نهو ولایتونو ته ورستانه شوي چې ۸۱.۶ فیصده یې له پاکستان او ۲۲۲۰۰۰ نور له ایران څخه ورستانه شوي دي.

دا سروې وایي، په دې موده کې د ننګرهار ولایت ته تر ټولو زیات کډوال چې شمیر یې له پنځه سوو زرو، اوړي ورستانه شوي دي.

د دغې سروې پر اساس ۴۱۸۰۳ تنه افغانان د ترکیې په ګډون له اروپایي هیوادونو څخه دغو ولایتونو ته ورستانه شوي.

دې سروې کې دا هم ویل شوي چې نږدې څلور اویا زره افغانان په دغو ولایتونو کې یا په خیمو کې ژوند کوي او یا هم د شنه اسمان لاندې په ازاده هوا کې ژوند کوي.

کورني بې ځایه شوي

په سروې کې ویل شوي چې د ټولو کورنیو بې ځایه شوو ۹۷.۳۸ فیصده یې د جګړو له امله خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي دي.

د دغې سروې له مخې نهه سوه پنځه څلویښت زره یو سل او درې اتیا تنه دغو ولاتونو ته ورکډه شوي او شپږ سوه اته پنځوس زره، اوه سوه درې اویا تنه له دغو ولایتونو کې له خپلو ځایونو نورو سیمو ته تللي دي.

دا سروې وايي، چې یو میلیون او څه باندې یو سل او یو څلویښت زره بې ځایه شوي خپلو مینو ته ستانه شوي دي.

بهر ته کډه شوي افغانان

د مهاجرت د نړیوالې ادارې "آی او ایم"د دغې سروې له مخې په تیرو پنځه کلونو کې له دغو نهو ولایتونو څخه څه باندې څلور نیم سوه زره کسان بهر ته کډه شوي دي، چې ۲۵۲۴۹۷ یې ایران او ۸۲۹۸۴ یې پاکستان ته تللي دي.

همداشان د دغې سروې له مخې د ۲۰۱۲ کال راهیسې تر روان کال د جون تر میاشتې له دغو نهو ولایتونو څخه ۱۰۵۲۱۸ تنه د ترکیې په ګډون اروپایي هیوادونو ته تللي دي.

دا شمیر په دې موده کې له افغانستان څخه بهر ته د ټولو تلوونکو کډوالو ۲۳.۱۷ جوړوي.

XS
SM
MD
LG