د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د پولیو زرقي واکسین دویم پړاو پیل شو


د کندز د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي، کندز کې به ۳۴۰ زره ماشومانو ته پولیو واکسین تطبیق شي.
د کندز د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي، کندز کې به ۳۴۰ زره ماشومانو ته پولیو واکسین تطبیق شي.

د کندز ولایت روغتیايي مسولین وايي، د پیچکارۍ له لارې د پولیوواکسین لومړی پړاو په دشت ارچي، امام صاحب او چاردرې ولسوالیو کې پای ته رسیدلي او د دویم پړاو کمپاین د پنجشنبې په ورځ د قلعه ذال، خان اباد او علي اباد ولسوالیو سربیره په کندز د ښار کې هم پیل شوی دی.

د کندز د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي، کندز کې به ۳۴۰ زره ماشومانو ته پولیو واکسین تطبیق شي.

هغه زیاتوي، د پیچکارۍ له لارې د پولیو د مخنیوي واکسین سخت کار دی، خو د کندز په صحي مرکزونه کې ماشومانو ته تطبیق کیږي.

هغه وایي "د کندز مرکز، قلعه ذال، خان اباد او علی اباد ولسوالیو کې د پیچکارۍ له لارې د پولیو د مخینوي د واکسینو دویم پړاو پیل شوی دی، په دغه دریو ولسوالیو کې ۱۴۰ زره ماشومانو ته باید زرقي واکسین ورکړل شي، ټول ولایت کې ۳۴۰ زره ماشومانو ته د واکسین کول هدف دی، د زرقي واکسینو لپاره صحي مسلکي پرسونل ته ضرورت وي او مونږ پوره صحي پرسونل لرو چې دغه واکسین په سمه توګه تطبیق کړي. "

د کندز ښار یو تن اوسیدونکی فیض الله وايي، دوي مخکې خپلو ماشومانو ته د څاڅکو له لارې واکسین کړي، خو داځلد پولیو زرقي واکسین ورته ورکول کیږي.

هغه وایي "مونږ خو مخکې د پولیو د څاڅکي ماشومانو ته ورکړي دي، اوس په جومات کې خلک ناست وو، او ماشومان مو ورولیږل چې واکسین ورته وکړي، خو د پیچکاریو له لارې د واکسین په اړه مو زیات معلومات نه درلوده."

په کندز کې د پولیو زرقي واکسین دویم پړاو جریان لري، چې دغه کمپاین باید په څلورو اداري واحدونو کې، د شپږو ورځو په موده کې بشپړ شي.

د کندز یو تن ډاکټر محبي وايي، په هغو سیمو کې، چې د پولیو د ویروس تهدید زیات وي، د سیمې صحي مسولین پریکړه کوي، چې باید د پیچکارۍ له لارې د پولیو د مخینوي واکسین هلته تطبیق شي.

ډاکټر محبي دا هم وایي، په کندز کې د پولیو د مثبتې پیښې رامنځته کیدو له امله،په دغه ولایت کې د پولیو ویروس د خپریدوامکان زیات شوی و، نو ځکه د پیچکارۍ له لارې د پولیو ضد واکسین تطبیق شو.

هغه زیاته کړه "پولیو یو خطرناک او فلجونکی مرض دی، ددغه مرض څخه د ساتنې په خاطر مهمه ده چې خپلو اولادونو ته واکسین ورکړل شي، د پولیو زرقي واکسین د د څاڅکو په پرتله موثره او د مرض په مقابل کې زر وقایه کوونکی دي."

په کندز کې له هغه وروسته د پیچکارۍ له لارې د پولیو د مخینوي واکسین کمپاین پیل شو، چې په دغه ولایت کې یوه ۱۴ میاشتنۍ ماشومه په پولیو اخته شوې وه.

صحي کارکوونکي وايي، د پولیو د زر تر زره مهارولو په خاطر یې، د پیچکارۍ له لارې د واکسین کولو کمپاین پیل کړی دی، چې دغه واکسین به د جمعې په ورځ په ټول کندوز کې پای ته ورسیږي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG