د لاس رسي وړ اتصالات

د رئیسي خبرداری: د سپاه پاسداران په غړیو برید 'بې ځوابه نه پریږدو'


برید د دمشق په یوې تر ټولو خوندي سیمې کې شوی چې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه او د ملګرو ملتونو عمومي دفتر هم پکې موقعیت لري.
برید د دمشق په یوې تر ټولو خوندي سیمې کې شوی چې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه او د ملګرو ملتونو عمومي دفتر هم پکې موقعیت لري.

د ایران جمهورر ئیس ابراهیم رئیسي د سوریې په پایتخت دمشق کې په یوې ودانۍ برید چې د سپاه پاسداران انقلاب جګپوړي غړي پکې وژل شوي، "بزدلانه" وباله او هوډ یې څرګند کړ چې غچ به یې اخلي.

ښاغلي رئیسي په یوې اعلامیې کې دا برید غندلی او ویلي، " هیڅ شک نشته چې دا شان ترهګریزې او جنایي کړنې به بې ځوابه پاتې نشي. تهران به دا بزدلانه قتل بې ځوابه پرې نږدي".

اسرائیل تر اوسه په رسمي توګه دا برید ندی تائید کړی خو تر دې وړاندې پرې دا ملامتي اچول شوې چې په سوریه او لبنان کې یې په جګپوړو ایراني شخصیتونو او متحدینو بریدونه کړي.

د ایران سپاه پاسداران قول اردو هم تائید کړې چې پدې برید کې یې پنځه غړي وژل شوي خو دا یې ندي ویلي چې وژل شویو کسانو پدې قول اردو کې څه دنده درلوده.

په عین حال کې د مهر خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حوالې ویلي چې پدې برید کې د سوریې لپاره د ایران د سپاه پاسداران استخباراتي مشر او مرستیال یې وژل شویدي.

سره لدې چې ایران په رسمي توګه دا نده تائید کړې خو په مطبوعاتو کې ویل شوي چې په سوریه کې د قُدس ځواکونو د استخباراتو مشر جنرال صادق امیدزاده پدې برید کې وژل شوی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني هم ددې برید ملامتي په اسرائیل اچولې او دا خبرداری یې هم ورکړی چې هیواد یې د "تنظیم شوي ترهګرۍ پر ضد د ځواب ویلو حق لري او په مناسب وخت او ځای کې به دا ځواب ووایي".

د سوریي د بشري حقونو څار اداره چې مرکز یې په بریتانیه کې دی خو په سوریې کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پدې هیواد کې پراخې شبکې لري، ویلي چې برید د دمشق ښار المزه سیمې کې شوی او ۱۰ تنه پکې وژل شوي.

دې ادارې ندي ویلي چې وژل شوي کسان څوک دي خو د سوریې دولتي مطبوعاتو بیا ویلي چې پدې برید کې ملکي کسان وژل شویدي او دا یې د اسرائیل "تیری" وباله.

د څار دې ادارې ویلي چې په برید کې یوه څلور پوړیزه ودانۍ په نښه شوې وه چې د ایران سره تړلو مشرانو پکې غونډه درلوده.

په نښه شوې ودانې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو پورې اړه لري. دې ادارې دا هم ویلي چې د المزه سیمه په دمشق کې یوه تر ټولو خوندي سیمه ده چې نه یوازې د سپاه پاسداران انقلاب بلکې فلسطین پلوي مشران هم پکې ژوند کوي.

په همدې سیمه کې د ملګرو ملتونو عمومي دفتر او د بهرنیو هیوادونو سفارتونه او سیاسي استازولۍ هم شته دي.
د برید په ځای کې یو عیني شاهد د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د یوې غټې چاودنې غږ یې اوریدلی او وروسته یې ولیدل چې د یوې ودانۍ څخه دود پورته کیږي.

دې شاهد د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د "توغندي چاودنې " په شان غږ یې اوریدلی.

د اسرائیل پوځ د دې برید په هکله د فرانس پریس یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، "مونږ د بهرنیو مطبوعاتو په راپورونو تبصره نکوو".

اسرائیل په سوریه کې دې بریدونو په هکله په عامه توګه تبصره نکوي خو په سوریه کې د کورنۍ جګړې پیل کیدو راهیسې سلګونه دا شان بریدونه کړي چې اکثریت پکې د ایراني پلوو ملیشو مرکزونه په نښه کیږي. ځیني بریدونه د سوریې د پوځ په مرکزونو هم شوي.

تر دې وړاندې د تیر کال ډسمبر په میاشت کې هم په سوریه کې په یو هوایي برید کې چې ملامتي یې په اسرائیل اچول شوې، د قُدس ځواکونو تر ټولو جګپوړی قوماندان، جنرال راضي موسوي وژل شوی و.

دا په ۲۰۲۰ کال کې په بغداد کې د امریکا لخوا د قُدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته د دې ځواکونو تر ټولو جګپوړی غړی و چې په سوریه کې ووژل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG