د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د سرحدي پوځ مشر پر تروریزم د خبرو لپاره کابل ته تللی


ټاکل شوې ده چې د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان به د افغانستان د دفاع وزارت د سرحدي ځواکونو قوماندان سره نن او سبا غونډې ولري.
ټاکل شوې ده چې د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان به د افغانستان د دفاع وزارت د سرحدي ځواکونو قوماندان سره نن او سبا غونډې ولري.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان قاسم رضايي د یو پلاوي په مشرۍ افغان چارواکو سره د سرحدي مسلو په سر د خبرو لپاره کابل ته تللی دی.

د دفاع وزارت سرپر ست ویاند جنرال محمد رادمنش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ښاغلي رضايي په مشرۍ د ایراني پلاوی به افغان چارواکو سره د ترورزیم سره د مبارزې او د نشه یي توکو د قاچاق پر مسلو خبرې وکړي.

جنرال رامنش وویل " ایران هم د افغانستان په څیر تل د تروریستانو تر بریدونو لاندې وو، د همدې له امله دا ښاغلی کابل ته راغلی ترڅو د تروریزم سره د مبارزې او د نشه یي توکو کاروبار، چې د تروریزم تمویلوونکی دی، په یو وخت او همغږۍ کې ترسره شي، ترڅو د افغانستان او ایران ترمنځ سرحد په یو مصون سرحد بدل شي په همدې اساس به هغه د افغانستان د سرحدي ځواکونو له چارواکو سره نن او سبت غونډې ولري".

تیرکال په وروستیو کې د افغانستان سرحدي ځواکونو تشکیلات د کورنیو چارو وزارت څخه د ملي دفاع وزارت ته ولیږدول شول.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا، په یو راپور کې کابل ته د دغه هیواد د سرحدي ځواکونو قوماندان قاسم رضايي په مشرۍ د ایراني پلاوي د سفر هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د شوو موافقو ارزونه ښودلې ده.

ایرنا اژانس د افغان چارواکو سره د ایران دغه لوړپوړې قوماندان د خبرو په اجندا کې د سرحد په اوږدو کې د دواړو هیوادنو ترمنځ د همکارۍ زیاتیدل او د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ رامنځ ته کیدل ښودلي دي.

په افغانستان کې د نشه یي توکو قاچاقبران د نورو لارو سربیره له دغه هیواد څخه نشه یي توکي د ایران له لارې هم بهر ته قاچاق کوي.

د افغانستان د نشه يي توکو سره د مبارزې د وزارت د شمیرنو له مخې په افغانستان کې د تولید شووونشه يي توکو ۴۱ فیصده د پاکستان له لارې، ۳۰ فیصده د ایران له لارې، ۲۰ فیصده منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کیږي.

تیرکال په افغانستان کې تر ۹۰۰۰ ټنو پورې اپین تولید شوی وو.

له دې وړاندې هم د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې همکاري شوې او حتی چې د دواړو هیواد ونو ترمنځ د خپلو سرحدونو په اوږدو کې د نشه یي توکو د قاچاقبرانو پر خلاف همهاله عملیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG