د لاس رسي وړ اتصالات

ایران منځني ختیځ کې د امریکا د هوايي دفاع طرحه د سیمې امنیت ته 'خطر' ګڼي 


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د ایران حکومت په منځني ختیځ کې د امریکا د متحدو ایالتونو له ایتلافیانو سره د واشنګټن د هوايي دفاع طرحه یو «خطر» بللی دی.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي څو ورځې مخکې وویل چې ولسمشر جوبایډن به اسرائيل او سعودي عربستان ته په خپل سفر کې په خاص ډول د تهران د مخنیوي او هوايي دفاع په ګډون د «لویې همکارۍ» په اړه خبرې کوي.

خو ایران دا خبرې پاروونکې ګڼي.‌ د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني تېره ورځ ناوخته وویل: «د دغې مسئلې پېشنهاد پاروونکی دی او اسلامي‌ جمهوریت دا څرګندونې ملي‌ او سیمي‌ امنیت ته خطر ګڼي.»

ټاکل شوې چې ولسمشر جوبایډن همدا اوونۍ منځني ختیځ ته سفر وکړي. خو ښاغلي کنعاني‌ تور ولګوه چې په سیمه کې د نویو امنیتي اندېښنو په زېږولو سره «د صهیونست رژیم [اسرائيل] پرته» د سیمې امنیت ته ګټه نه رسېږي.

ولسمشر بایډن واک ته له رسېدو وروسته په لومړي ځل د چهارشنبې په ورځ منځني‌ ختیځ ته سفر کوي چې د اسرائیل، سعودي‌ عربستان، مصر،‌ عراق، اردن له مشرانو سره ګوري. امریکا او عرب ایتلاف ایران تورنوي چې په خپلو بالستیک میزایلو سره د سیمې امنیت ګواښي.

ښاغلي ‌کربي وویل: «موږ به د مدغم شوي‌ هوايي دفاع په ظرفیتونو او چوکاټ باندې کار روان ساتوو. ټوله سیمه له ایران او د هغه د مخ په ودې بالستیک میزایل د ظرفیتونو په اړه اندېښمنه ده.»

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې امریکا دا کار یوازې د «ایران څخه د خلکو د ډارولو او سیمې د هېوادونو ترمنځ د اختلاف پیدا کولو لپاره» کوي. هغه وویل چې دا ډول طرحې به له «بې ثباتي، نا امنۍ او ترهګرۍ له زیاتېدو پرته» بل څه ونلري.

تر دې دمه د دغې طرحې جزیات خپاره شوي نه دي خو تر دې مخکې د رویټرز اژانس خبریالانو د ځینو امریکايي چارواکو له خولې،‌ چې نومونه یې اخیستل شوي نه وو، ویلي‌ وو چې د سیمې د هوايي دفاع ایتلاف کې دخیل هېوادونه به د هوايي دفاع سیستمونه له لېرې څخه د کنترولېدونکیو الکترونیکو ارتباطاتو له لارې تنظیموي.

د راپور په اساس، د سعودي عربستان، عمان، کویت، بحرین، قطر، متحده عرب امارات ، عراق، اردن او مصر ترمنځ به د رادارونو، څارونکیو او لار موندونکيو وسایلو شبکه د اسرائيل د تکنالوژۍ او د امریکا د پوځي ‌اډو څخه په استفادې جوړېږي.

داسې ښکاري چې ممکن عراق، قطر او کویت په دې طرحې کې دخیل نشي. عراق د ایران د پوځ او سیاستوالو تر ډېر اغیز لاندې دی. د رویټرز خبري اژانس وايي ښايي سعودي‌عربستان او متحده عرب امارات هم په دې اړه په احتیاط سره ګام واخلي ځکه چې دوی غواړي له ایران سره خپلې کمزورې اړیکې وساتي. د متحدو عربو اماراتو دولت هم اعلان کړی چې د هېڅ هېواد په مقابل کې به په کوم نظامي تړون کې نه شاملېږي او د هېڅ ډول مذاکراتو په اړه هم خبر نلري.

دا مسایل داسې مهال مخې ته راځي چې د ایران او امریکا ترمنځ هستوي خبرې له بن بست سره مخامخ شوي‌ دي. قطر تېره میاشت د ایران او واشنګټن ترمنځ د غیر مستقیمو مذاکراتو کوربه و خو کوم پرمختګ په کې نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG