د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د کرونا نوې څپه؛ حکومت بیا بندیزونه ولګول


حکومت د کرونا د خپریدو د مخنیوي لپاره نوي قیودات وضع کړي.
حکومت د کرونا د خپریدو د مخنیوي لپاره نوي قیودات وضع کړي.

په ایران کې چارواکي وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹ زرو نه زیات کسان د کرونا په ویروس اخته شوي.

ایراني چارواکو نن د شنبې په ورځ، نومبر ۷ ( لړم۱۷) په یو شمیر سیمو کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو یو ځل بیا بندیزونه ولګول.

د چارواکو په وینا نن شپږمه ورځ ده چې په ایران کې په پرله پسې توګه د ۸ زرو نه زیات کسان د کرونا په ویروس اخته کیږي.

د ایران د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې نن د شنبې تر ورځې، نومبر ۷ (لړم۱۷) په ایران کې ۶۷۳۲۵۰ تنه په کروناویروس اخته شوي او ۳۷۸۳۲ نور مړه شوي دي. دې ویروس د منځني ختیځ په هیوادونو کې د ټولو نه زیات ایران ځپلی.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني نن د کویډ ۱۹ د کاري ډلې سره ځانګړې غونډه کړې او د دې ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره په نویو لارو چارو ورسره غږیدلی. حکومت د هیواد په ګڼ شمیر سمیو کې یو ځل بیا د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو او راټولیدو قیودات وضع کړي.

حکومت اعلان کړی چې د سه شنبې د ورځې نه وروسته به لویې مغازې، واړه پرچون پلورونکي، سینماګانې او د ورزش جیمونه د ماښام تر شپږو بجو پورې تړلي وي.

جمهور رئیس حسن روحاني ویلي چې دا محدودیتونه به په پایتخت تهران، د ولایتونو په مرکزونو او هغو ښارونو کې پلي شي چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شو خو د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس دا ویروس د نړۍ ۱۹۶ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمیرو په اساس تر دې مهاله کرونا ویروس په ټولې نړۍ کې ۱۲۴۳۵۱۳ تنه مړه کړي او ۴۹۳۱۶۵۴۰ تنه پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG