د لاس رسي وړ اتصالات

جان بولټن د اسرایل صدراعظم ته وویل د ایران موافقه 'ناوړه' وه


جان بولټن د دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې و.
جان بولټن د دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې و.

جان بولټن د رسنیو سره په خبرو کې د ایران په اټومي معاملې سخته نیوکه وکړه او وی ویل دا یوه ناوړه پریکړه وه چې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوه او امریکا تری د همدې کال په پیل کې ووتله.

سلاکار جان بولټن وویل "دا د امریکا لپاره ډیره د اهمیت وړ خبره ده چې ایران هیڅکله د آټومي وسلې لرلو وړتیا ترلاسه نه کړي. همدا وجه ده چې ولسمشر ټرمپ له دې ناوړه موافقې ووت او بیا بندیزونه لګوي او همدا وجه ده چې مونږ د ایران په اړه په پرله پسې ډول اندیښمن یوو چې په نړیوالې ترهه ګرۍ کې مرکزي رول لوبوي."

د امریکا د تازه بندیزونو سره په تهران کې د اسارو بیه لویدلې.
د امریکا د تازه بندیزونو سره په تهران کې د اسارو بیه لویدلې.

بولټن پر تهران د لا زیات فشار اچولو هڅه کړې ده څو هغه هیواد د ترهه ګرۍ له ملاتړ کولو او د بالستیکي او آټومي وسلو جوړولو لاس واخلي.

د ایران د اقتصادي وضعیت په اړه تازه راپورونو کې ویل شوي چې چین غواړي د امریکا لخوا د بندیزونو لګیدلو سره سم، د ایران نه په ټانکرونو کې هغه خام تیل وارد کړي چې تهران ته د اقتصادي بقا قوت بخښي. اروپايي شرکتونه لکه د فرانسې ټوټال لدې کار څخه د امریکا له ویرې ډډه کوي. امریکا پدې کوشش کې ده چې د ایران د تیلو صادرات بند شي ترڅو تهران د یوې نوې اتومي موافقې دپاره خبرو ته حاضر شي او په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ خپرولو لاس واخلي.

د ټوټال شرکت د ایران سره شل کلن قرارداد فسخه کړ.
د ټوټال شرکت د ایران سره شل کلن قرارداد فسخه کړ.

د ایران د تیلو وزیر د دوشنبې په ورځ (اګست۲۰) وویل د فرانسې د تیلو ټوټال شرکت په رسمي ډول د ایران نه ووت چې د یو شل کلن قرارداد په چوکاټ کې يي خپل پنځه میلیارده ډالره بیرته واخیستل. دا شل کلن قرارداد د ایران په جنوب کې د فارس ساحل سره د تیلو په هغه معادن شوی و چې امریکا پرې تازه بندیز لګولی.

د همدې میاشتې په پیل کې ایران وویل د چین یو دولتي شرکت (سي.ان.پي.سي) د همدې قرارداد اتیا سلنه ونډه اخستې چې تردی مخکې يي په همدې پروژه کې دیرش فیصده سهم درلود.

XS
SM
MD
LG