د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا د ملي امنیت پخواني مشر د وژلو په دسیسې کې لاس لرل رد کړل


ایران پنجشنبه اګست ۱۱ (زمري۲۰) د امریکا د ملي امنیت د پخواني مشر جان بولټن د وژلو په دسیسه کې د دې هیواد لاس لرل رد کړل او هغه یې "خیالي" وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني پدې هکله وویل، " د امریکا د قضایي ادارو چارواکو د معتبرو او لازمو اسنادو پرته دا تورونه لګولي".

د امریکا د عدلیې وزارت د ایران د انقلابي ګارد سره تړلی یو شخص تورن کړ چې د امریکا د ملي امنیت د مخکني مشاور جان بولټن د وژلو توطیه یې جوړه کړې وه.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي چې د ایران د سپاه پاسداران یو غړي چې شهرام پورصفي نومېږي او د مهدي رضايي په نامه هم شهرت لري هڅه کړې چې ۳۰۰زره ډالر ورکړي او جان بولټن ووژني.

د عدلیې وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې دا کار د قاسم سلیماني د وژلو د غچ اخیستلو لپاره کېده. قاسم سلیماني او مهدي المهندس په ۲۰۲۰ کال کې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په فرمان د امریکا د پوځ په یو هوايي برید کې ووژل شول.

خو د ایران دولتي خبري اژانس د ښاغلي کنعاني له قوله لیکلي، " د دا ډول بې بنسټه افسانو جوړول د امریکا په قضایي سیستم کې د بدلیدو په حال کې دي او په تکراري تبلیغاتو بدله شوې. پدې سناریو کې د جان بولټن په شان د سیاسي عنصر څخه کار اخیستل شوی چې له کاره لویدلی او ارزښت نلري".

ښاغلي کنعاني همدارنګه ویلي، "د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو اتباعو پر ضد د دې خندا وړ پلمو او تورونو پر ضد په جدي توګه خبرداری ورکوي او ټینګار کوي چې د خپلو اتباعو او جمهوري دولت د دفاع لپاره د نړیوالو حقونو څخه د ګټې اخیستو حق لري."

د امریکا د لوی څارنوال مرستیال متیو اولسن وویل: «دا لومړی ځل نه دی چې موږ په امریکا کې دننه د ایران د غچ اخیستلو نقشې افشا کوو او د داسې هر یو اقدام د ګډوډولو لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوو

پر شهرام پورصفي باندې تور دی چې په ۲۰۲۱ کې له یو امریکايي څخه چې پورصفي ورسره انلاین اړیکه لرله، غوښتي وو چې د ښاغلي ټرمپ د حکومت د ملي امنیت د مشاور جان بولټن تصویرونه واخلي. پورصفي ادعا کړې وه چې دا تصویرونه یې د هغه کتاب لپاره په کار دي چې غواړي خپور یې کړي.

دغه امریکايي پورصفي ته یو بل کس معرفي کوي او هغه بیا دغه دویم کس ته وايي چې جان بولټن دې ووژني او دی به ورته ۳۰۰زره ډالر ورکړي.

د عدلیې وزارت د تحقیقاتو څانګه وايي‌ دا دویم کس د فدرال تحقیقاتي ادارې کارکوونکی و.

ښاغلي بولټن په خپل ټویټر کې د امریکا د عدلیې وزارت څخه مننه کړې چې په دې اړه لاس په کار شوی دی. نوموړي همدغه راز د فدرال تحقیقاتي ادارې څخه هم مننه کړې ده چې د امریکايي وګړو په ضد د ایران جنایتکارانه ګواښونه تعقیبوي. ښاغلي بولټن د امریکا د ولسمشر د ساتنې له ادارې څخه هم مننه کړې چې د هغه په ساتلو کې یې مرسته کړې ده.

جان بولټن د امریکا یو وتلی سیاستوال او د ایران سر سخت منتقد دی. هغه د ۲۰۱۸ د اپریل څخه نیولې د ۲۰۱۹ تر سپتمبر پورې د امریکا د ملي امنیت مشاور و.

نوموړی له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون سر سخت مخالف و او په ۲۰۱۸ کې د ټرمپ د هغې پرېکړې ننګه یې کړې وه چې له دغه تړون څخه وتلی و.

XS
SM
MD
LG