د لاس رسي وړ اتصالات

 پر ایراني چارواکو د امریکا نوي بندیزونه


امریکا دمخه په خلیج کې د ایران په پتروشیمي شرکت هم بندیزونه لګولي وو
امریکا دمخه په خلیج کې د ایران په پتروشیمي شرکت هم بندیزونه لګولي وو

د امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۰ پر یو شمیر ایراني مقاماتو باندې نوي بندیزونه ولګول خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي چې د امریکا له لورې دغه نوي لګیدلي بندیزونه د مخکنیو بندیزونو په څېر د واشنګټن بشپړه بې کفایتي ښيي.

د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۰ د امریکا حکومت د ایران د کورنیو چارو د وزیر په ګډون په څو مقاماتو نوي بندیزونه ولګول او هغوی یې د بشري حقونو نه په سختو سرغړونو تورن کړل.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي د ایران امنیتي ځواکونو ته امر کړی و چې د تیر کال د نومبر د میاشتې د ایران د دولت ضد مظاهرو په ترڅ کې وسلو څخه کار واخلي، چې په نتیجه کې یې د ۲۳ کوچنیانو په ګډون یو شمیر مظاهره کوونکي ووژل شول.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي په یوه اعلامیه کې ویلي چې: "د ایراني مقاماتو پر ضد د واشنګټڼ غیر موثر او تکراري بندیزونه د امریکا د حکومت د کمزورۍ، ناهیلۍ او ګنګسۍ نښه ده."

د تیر کال د نومبر په ۱۵ د ایران په سلګونو ځوانانو او کارګرانو د هغه هیواد د حکومت د تصمیم پر وړاندې مظاهرې وکړې چې غوښتل یې د تیلو بیه لوړه کړي. دغه اعتراضونه هغه وخت سیاسي شول چې مظاهره کوونکو د د دولت د لوړپوړو چارواکو تصویرونه وسوزول او د اخوندي واکمنۍ پای یې وغوښت.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي دغه مظاهرې وغندلې او هغه یې د ایران د دښمنانو لویه دسیسه وګڼله.

د ایران د حکومت یوې مخالفې ویبپاڼې د جنورۍ په میاشت کې ولیکل چې د ایران د تیرکال په ګډوډیو کې ۶۳۱ کسان وژل شوي دي. او په لندن کې میشت د بخښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې څه دپاسه ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

خو دغه دواړه شمیرې د ایران د اسلامي جمهوریت له لورې رد شوي دي او تر اوسه یې کومه شمیره نده تایید کړې. د ایران عدلیې وزارت په لسګونو مظاهره کوونکي په اوږدمهاله بند محکوم کړي دي.

XS
SM
MD
LG