د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: ایران د افغان سولې بهیر څخه لازم ملاتړ نه کوي


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، ایران په افغانستان کې د سولې ټینګېدو له هڅو څخه کافي ملاتړ نه کوي.

خلیلزاد پرون جمعه جولای۲۴(زمري۳) په واشنګټن کې د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان د سفیرانو ترمنځ د امریکا د سولې انستیتوت لخوا جوړې شوي انلاین غونډې ته وویل چې ایران د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو او په افغانستان کې د سولې د یو توافق له رامنځته کېد څخه لازم ملاتړ نه دی کړی.د هغه په خبر چې د دغه کار یو اصلي لامل د ایران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو وضعیت دی.

خلیلزاد کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس عراقچي وروستي سفر ته په اشاره ویلي:"که چیري هغه څه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال څو ورځې مخکې په کابل کې وویل چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو حضور ورته د منلو نه دی دا جدي ونیسو، دغه فرمول چې ایران لومړیتوب ورکوي، دا دی چې امریکا دي د سولې بهیر له سرته رسولو پرته افغانستان ترک کړي چې دا په افغانستان کې د جګړې د دوام په معنی ده."

خلیلزاد ویلي چې مکمن د فارس خلیج او جنوبي اسیا هیوادونو ترمنځ اختلافات د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع تر لاسه کېدو په اړه ستونزې رامنځته کړي چې په وینا یې ورته اندېښمن دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو ایستل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په عملي کېدو پوري تړلي دي.

دغه انلاین غونډه کې د قزاقستان سفیر ارژان قاضیانوف هم ویلي چې د امریکا متحده ایالات باید له افغانستان څخه په مسؤلانه ډول ووزي.

هغه زیاته کړې: "دا روښانه ده چې په افغانستان کې امنیت او ثبات، په منځنۍ اسیا کې مهم رول لري، موږ پوهیږو چې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمر کم کړی دی.. تمه لرو چې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر کمول په مسؤلانه او خوندي توګه تر سره کړي او په افغانستان کې امنیتي تشه رامنځته نه کړي."

په واشنګټن کې د ازبکستان سفیر جولان وکاوبوف هم ویلي هیواد یې هیواد یې چمتو دی په سمر قند کې د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب وکړي.

XS
SM
MD
LG