د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د خلکو کم رنګ ګډون 


په ایران کې د جمعې په ورځ جنوري ۱۸ (غبرګولي ۲۸) د جمهوري ریاست انتخابات وشول
په ایران کې د جمعې په ورځ جنوري ۱۸ (غبرګولي ۲۸) د جمهوري ریاست انتخابات وشول

په ایران کې د جمعې په ورځ جنوري ۱۸ (غبرګولي ۲۸) د جمهوري ریاست انتخابات وشول، خو د رایه ورکوونکو شمېر په کې کم ښودل شوی.

ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې برخه واخلي. د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په خپله هم رایه ورکړه او له خلکو یې هم وغوښتل چې رایه ورکړي.

د ایران دولتي تلویزون په مرکز تهران کې د رایه ورکوونکو د اوږدو کتارونو ویډیوګانې او تصویرونه خپاره کړي خو د ایران نیمه دولتي اژانس فارس وايي چې ۱۴میلیون خلکو رایه ورکړې ده. دا د ټولو ثبت شویو رای ورکوونکو ۲۳ سلنه کیږي.

په ایران کې دننه او دباندې یو شمېر مدني او سیاسي فعالانو وار دمخه دا ټاکنې «نمایشي» بللې دي او له همدې کبله ویل کیږي چې د خلکو ګډون په کې کم و.

په دې سربېره په ایران کې اقتصادي مشکلات، د خوراکي موادو د قیمتونو لوړوالی، بې کاري او نورې ستونزې هم په ټاکنو کې د خلکو د کم رنګ ګډون علتونه بلل کیږي.

ټول اووه کسان په انتخاباتو کې کاندیدان وو چې دریو یې په وروستیو ورځو کې له کاندیداتورۍ لاس په سر شول. ابراهیم رئیسي، محسن رضایي، عبدالناصر همتي او امیرحسین قاضي زاده هاشمي د دغو ټاکنو کاندیدان وو.

XS
SM
MD
LG