د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پر اټومي معاملې د امریکا او اروپايي ټولنې اختلاف


په ایران کې د آراک د اټومي انرژۍ بټۍ
په ایران کې د آراک د اټومي انرژۍ بټۍ

د امریکا او فرانسې ولسمشران وایې چې دوي د ایران د اټومي معاملې په شمول په یو لړ مسایلو کې خپل اختلافات حلوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون چې له امریکا څخه په رسمي سفر بوخت د سه شنبې په ورځ [اپریل ۲۴] یې له خپل سیال ډونالډ ټرمپ سره پر سوداګرۍ، اقلیم او د ایران او سوریې پر حالاتو خبرې وکړې.

ښاغلی مکرون د چهارشنبې په ورځ مخکې لدې چې پاریس ته ستون شي، د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته وینا کوي.

په سپینې ماڼۍ کې تر خبرو وروسته، ولسمشر ټرمپ له ایران سره د نړیوالو قدرتونو موافقه"له منځه تلونکې"وبلله ویې ويل چې "دا داسې یوه معامله ده چې بنیاد یې بد دی"

ولسمشر ټرمپ ویلي چې دی به د مي میاشتې په ۱۲ د ایران اټومي معامله تصدیق نه کړي مګر دا چې ایران ژمنه وکړي چې د بالستیک راکټونو پروګرام او د سیمې د هېوادونو په چارو کې مداخله بندوي.

فرانسوي ولسمشر یې لدې خبرو ملاتړ کوي اووایې چې " غواړو وضعیت سم کړو."

فرانسې، جرمني، او برېټانیې په وار وار ویلي چې ایران د اوسنۍ موافقې مطابق عمل کوي او نورې غاړې باید خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي.

دې اونۍ کې د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل په رسمي سفر واشنګټن ته راځي. ویل شوي چې میرمن مرکل به امریکايي چارواکي وهڅوي چې له ایران سره اټومي معامله تصدیق کړي.

مرکل ټینګار کړی چې جرمني به "یقیني کړي چې د معاملې احترام کیږي."

ایران ګواښ کړی چې که امریکا د نړۍ د قدرتونو او تهران ترمنځ شوې معامله ماته کړي نو دغه هېواد به بیرته خپل اټومي پروګرام پیل کړي.

د ایران پر اټومي معاملې د امریکا او اروپايي ټولنې اختلاف
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

XS
SM
MD
LG