د لاس رسي وړ اتصالات

ایران اته تنه د 'داعش سره د همکارۍ' په تور اعدام کړل


په تهران کې د داعش سره د همکارۍ په تور د نیول شویو کسانو محاکمه
په تهران کې د داعش سره د همکارۍ په تور د نیول شویو کسانو محاکمه

د ایران حکومت نن د شنبې په ورځ (جولای ٧) وویل، اته کسان چې په تهران کې یې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په بریدونو کې "مستقیمه همکاري" درلوده اعدام کړي دي.

وسله والو کسانو د ۲۰۱۷ کال د جون د میاشتې په اومه په تهران کې د هغه هیواد د پارلمان پر ودانۍ او د خمیني پر مزار دوه جلا جلا بریدونه وکړل چې ١٨ کسان په کې ووژل شول او پنځوس تنه نور زخمیان شول.

د تهران برید په ایران کېچې شعیه ګان پکې اکثریت دی، د سُني مذهبو سخت دریځو لومړنۍ حمله گڼل کیږي. د ایران حکومت چې په پراخه توگه د عراق او سوریې په جگړو کې ښکیل دی د داعش سخت دریځو پر وړاندې په مقابله بوخت دی.

د ایران دولتي رسنیو د اعدام د جریان انځورونه خپاره کړی دي، خو د اعدامولو د ځای په هکله یې څه ندي ویلي. په ایران کې په اعدام محکوم کسان، معمولاً په دار ځړول کيږي.

ایران یو له هغه هیوادونو څخه دی چې په نړیواله کچه په کې ډیر اعدامونه کیږي، خو پدې هیواد کې ډله ییز اعدامونه ډیر کم کیږي. له دې دمخه وروستی ځل چې د ایران حکومت ډله ییز اعدامونه کړي وو د ٢٠١٧ کال د اگست میاشت وه چې اوه تنه یې په مشهد کې د "جنسي تیري" په جرم یو ځای اعدام کړل.

د ایران خبري اژانسونو د هغو کسانو نومونه هم خپاره کړي چې د شنبې په ورځ اعدام شوي چې په کې سلیمان مظفري، اسماعیل صوفي، رحمان بهروز، سید ماجد مرتضایي، سیروس عزیزي، ایوب اسماعیلي، خسرو رمضاني، میر احمدي او عثمان بهروز شامل دي.

له بلې خوا د تهران په بریدونو کې د لاس لرلو په تړاو د لسگونو کسانو محاکمه اوس روانه ده.

د تهران د حملو په غبرگون کې تیر کال هماغه وخت د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د سوریې په ختیځو سیمو باندې شپږ میزائیل وتوغول چې د ایران مقاماتو په وینا د داعش جنگیالي یې په نښه کړي وو.

XS
SM
MD
LG