د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د مظاهرو په تړاو دوه نور کسان اعدام کړل


محمدمهدي کرمي (ښي) او محمد حسیني کیڼ لور ته
محمدمهدي کرمي (ښي) او محمد حسیني کیڼ لور ته

ایران د شنبې په ورځ جنوري اومه (مرغومي ۱۷) د هغه هیواد د پراخو پیل شویو مظاهرو په تړاو دوه نور کسان اعدام کړل. ویل کیږي دغه دوه کسان د یو امنیتي مامور (شبه نظامي) د وژل کیدو په تور اعدام شوي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې"محمد مهدي کرمي او سید محمد حسیني، د جرم اصلي عاملین چې د روح الله عجمیان د شهادت لامل شوی، نن سهار اعدام شول."

څارنوالانو ویلي‌ دغه ۲۷ کلن امنیتي ساتونکی د یو ډله ماتم کوونکو له خوا چې یو وژل شوي مظاهره کوونکي ته یې د درناوي مراتب وړاندې کول، لومړی لوڅ کړای شوی او بیا وژل شوی و.

د ایران حکومت تر دې دوو کسانو مخکې، دوه نور کسان هم په هغه هیواد کې د پراخو پیل شویو مظاهرو له امله چې د پولیسو په قید کې د ۲۲ کلنې مهسا امنیتي تر مړینې وروسته پیل شوي، اعدام کړي وو.

لومړني دوه کسان د تیر کال په ډسمبر میاشت کې اعدام شول او د ایران د حکومت دې کار نه یوازې نړیوال غبرګونونه راوپارول بلکې د هغه هیواد په وړاندې د غرب د بندیزونو د لګیدو لامل شول.

دغه دوه کسان په داسې حال کې اعدامیږي چې تر دې مخکې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د هغوی د نه اعدام غوښتنه کړې وه. د یو اعدام شوي کس پلار هم د ایرن له قضایه قوې څخه غوښتي وو چې زوی یې اعدام نکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ددغو دوو کسانو "عاجله ناعادلانه ډله ایزه محاکمه" غندلې وه او ویلي وو چې دې بهیر یوه معناداره قضایي جریان ته هیڅ ورته واخلی نه درلود.

د تیر کال په سپټمبر میاشت کې د پولیسو په قید کې د ۲۲ کلنې مهسا امنیتي تر وژل کیدو وروسته، د پیل شویو مظاهرو له امله، د ایران حکومت په زرګونه کسان نیولي دي.

د ایران د پولیسو په رهبري کې بدلون

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي د شنبې په ورځ جنوري اومه د هغه هیواد لپاره د پولیسو نوی مشر وټاکه.

خامنه یي چې د ایران په لویو سیاستونو کې وروستۍ خبره کوي او د هغه هیواد د وسله وال پوځ سر اعلی قومندان هم دی، جنرال احمد رضا رادان یې د حسین اشتري پرځای ګمارلی دی.

د خامنه یي د دفتر له خوا په یوې خپره شوې بیانه کې د پولیسو څانګې ته امر شوی چې "خپل قابلیتونه لوړ کړي" او د بیلابیلو امنیتي سکټورونو لپاره خاص ځواکونه وروزي.

XS
SM
MD
LG