د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د دریو ځوانانو اعدام کول ځنډولي


ایران د هغو دریو ځوانانو د اعدام سزا ځنډولې ده چې تیرکال د نومبر میاشتې د خونړیو مظاهرو په تړاو نیول شوي.

پدې مظاهرو کې چې د حکومت لخوا د تیلو د بیو د زیاتیدو له کبله تقریباً په ټول ایران کې شوې وې، شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوي وو.

دوه ځوانان چې محکمې ورته د مرګ سزا ورکړې، عمرونه یې ۲۶ او د درېیم ځوان عمر بیا ۲۸ کاله دی. دوه یې محصلین او درېیم یې د موبایل ټیلیفونونو په پلورنځي کې کار کاوه.

د دغو ځوانانو مدافع وکیلانو ویلي چې د سترې محکمې نه یې غوښتي چې ددې ځوانانو محاکمه دې د سره وشي او سترې محکمې دا غوښتنه منلې.

مدافع وکیلانو هیله ښودلې چې ممکن د مرګ د سزا حکم به په سترې محکمې کې بدل شي. د ایران حکومت ویلي چې د دې کسانو په موبایل ټیلفونونو کې داسې شواهد پیدا کړي چې پکې ښودل کیږي هغوي د نومبر د میاشتې په مظاهرو کې بانکونو، بسونو او حکومتي ودانیو ته اور اچولی.

د ایران قضایه قوې دې درې واړو ځوانانو ته د مرګ سزا غوښتنه کړې او لومړنۍ محکمې هم د حکومت پریکړه تائید کړې.

د حکومت لخوا د دې کسانو لپاره د اعدام د سزا ا علان نه وروسته په ټولنیزو شبکو کې د " مه یې اعداموئ" په نامه پراخ کمپاین پیل شوی او په ایران کې د اعدام د سزا د ختمیدو غوښتنه پکې شوې. ان د امریکا ولسمشر ټرمپ هم په فارسي کې ټویټ وکړ او همدا هشټګ یې وکاروه.

د ایران د قضایه قوې ویاند، غلام حسین اسماعیلي هم ویلي چې که د سترې محکمې قاضي لازمه وګڼي ښایي دا کسان د سره محکمې ته وړاندې شي او د مرګ د سزا حکم بدل شي.

سره لدې چې د ایران د پارلمان یو جګپوړي غړي ويلي چې د نومبر د میاشتې په مظاهرو کې ۲۳۰ تنه وژل شوي خو د بښنې نړیوال سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي چې پدې مظاهرو کې ۳۰۴ تنه وژل شوي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د یوې خپلواکې ډلې کارپوهانو بیا ویلي چې پدې مظاهرو کې ۴۰۰ کسان وژل شوي و چې ۱۲ یې ماشومان و.

د امریکا متحده ایالاتو بیا ویلي و چې د زرو نه زیات کسان پدې مظاهرو کې وژل شوي. پخپله د ایران حکومت دغه شمیرې دروغ بللي او تر اوسه یې رسمي شیمرې ندي خپرې کړي.

XS
SM
MD
LG