د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د کورنیو چارو وزارت د یو ملیون افغان کډوالو د اوسیدو اسناد تمدید کړي


د ایران د کورنیو چارو په وزارت کې د بهرنیو کډوالو او اتباعو عمومي مدیر سردار صادق رضادوست ویلی چې دې وزارت د څه باندې یو ملیون افغان کډوالو د اقامت اسناد د روانې مرغومې میاشتې تر پایه تمدید کړي.

هغه زیاته کړه چې "امکان لري دا اسناد بیا تمدید شي او اتباع دې اندیښنه نکوي".

ښاغلي رضادوست یکشنبه جنوري ۱ (مرغومي۱۱) د ارنا دولتي خبري اژانس سره په مرکې کې وویل، " مونږ ټولو هغو اتباعو ته چې د ۹۵ او ۹۶ کالونو په سرشمیرنې کې برخه اخیستې او یا د سږ کال په سر کې ایران ته راغلي او زمونږ د دفترونو څخه یې فورمې تر لاسه کړي، آن هغو څه باندې یو ملیون کسانو ته هم د تردد په نامه فورمې ورکړي چې په افغانستان کې د تازه بدلونونو څخه وروسته ایران ته راغلي دي".

د ایران دې جګپوړي چارواکي د حزب وحدت اسلامي د باني او هزاره ګانو پخواني مشر عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو کې وویل، " د تردد فورمو د تلې تر میاشتې پورې اعتبار درلود خو دا چې افغانستان ته د دې عزیزانو د بیرته ستنیدو لپاره شرایط برابر نه و، پریکړه وشوه چې دا اسناد د روانې مرغومي میاشتې تر ۳۰ تمدید شي".

رضا دوست زیاته کړه چې د اسنادو درې میاشتنی تمدید په اتوماتیکه توګه وشو او خلکو اړتیا نه درلوده چې په حضوري توګه دفاترو ته ورشي خو تر څنګ یې دا هم وویل که د بل ځل لپاره د خلکو وغوښتل شي، باید چې اړوندو ادارو ته ورشي.

هغه زیاته کړه چې تیره اوونۍ یو ځانګړی کمیسیون جوړ شوی و چې د ایران د کورنیو چارو وزیر هم پکې برخه درلوده او پریکړه وشوه چې ټولو اتباعو ته د کار کولو، د اوسیدنې ځانګړې کارت او نور اړوند اسناد ورکړل شي.

رضا دوست زیاته کړه، "د دې کار لپاره مقدماتي پړاونه شوي او ډیر ژر به ابلاغ هم شي. کله چې دا کسان د کار کولو کارتونه تر لاسه کړي، د هغوي د پاتې کیدو لپاره نور اسناد هم په همدې فورمې کې ورکول کیږي چې د یو کال لپآره د پاتې کیدو حق لري".

د ارنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي چې تازه په کابل کې د ایران سفیر هم ټاکل شوی، په ایران کې یې د افغان کډوالو شمیر شاوخوا ۵ ملیونه بللی.

XS
SM
MD
LG