د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د بهرنیو چارو وزیر : د محمد بن سلمان سره ملاقات مې ګټور و


د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان جمعه اګست ۱۸ (زمري۲۷) په ریاض کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي او په "لوړه کچه" یې خبرې کړیدي.

سره لدې چې د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه ددې ملاقات په هکله څه ندي ویلي خو د ایران دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات بیا په ټولنیزو شبکو کې په یوې لیکنې کې لیکلي چې د ښاغلي سلمان سره په ملاقات کې خبرې یې "ډانګ پیلې او ګټورې وې".

ښاغلي عبداللهایان پدې هکله جزیات ندي ورکړي چې د سعودي مشر سره یې په کومو موضوعاتو خبرې کړي او یوازې دومره یې ویلي چې پدې ملاقات کې دواړو هیوادونو په سیمه کې د امنیت او پرمختګ په هکله موافقه وکړله.

په عین حال کې د ایران نیمه سرکاري خبري اژانس تسنیم په یو راپور کې ویلي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ایران د بهرنیو چارو د وزیر بلنه منلې چې ایران ته به ولاړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ له سعودي عربستان سره د اړیکو له اوه کلن پریکون وروسته هغه هېواد ته ولاړ او له خپل سعودي سیال شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود سره یې په کتنه کې پر یووالي او د خبرو اترو په دوام ټینګار وکړ.

امير عبداللهيان له خپل سعودي سيال شهزاده فيصل بن فرحان سره په يو خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ اړيکې "په سم لوري روانې دي."

د تهران او ریاض ترمنځ له روغې جوړې وروسته دا د ایران سیمه ییز سیال سعودي عربستان ته د ایران د یو لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې له ایران سره دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د سعودي پر سفارت او کونسلګرۍ او په مشهد کې پر یوه بله قونسلګرۍ د اعتراض کوونکو له خوا بریدونه وشول.

د سعودي عربستان پر دپلوماتیکو دفترونو برید لږ وروسته له هغه وشو چې ریاض یو مشهور شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر او ۴۶ نور کسان اعدام کړل.

خو ايران او سعودي عربستان د مارچ په لسمه نېټه د چين په منځګړيتوب موافقه وکړه چې له کلونو کړکېچ وروسته خپلې دپلوماتيکې اړيکې بيا پيل کړي او په دواړو هېوادونو کې خپل سفارتونه بېرته پرانيزي.

ایران د جون په شپږمه په سعودي عربستان کې خپل سفارت او قونسلګري بېرته پرانیسته او د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د یوې "باخبرې سرچینې" له قوله راپور ورکړ چې د سعودي عربستان سفارت د اګست په شپږمه (زمري ۱۵مه) بېرته پرانیستل شو او خپل فعالیتونه یې بیا پیل کړل. خو ریاض تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران او سعودي عربستان چې دوه سیمه ییز قدرتونه دي، د سیمه ییزو کړکیچونو په ځانګړي ډول په سوریه او یمن کې د مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

له ایران سره د سعودي عربستان د اړیکو له ښه کېدو سره سم، ریاض هم د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت سره چې د ایران متحد دی، خپلې اړیکې راژوندۍ کړې او په پام کې ده چې د دغه هېواد سفارت هم په ریاض کې بېرته پرانیستل شي.

کارپوهان په دې باور دي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ښه کېدل به په منځني ختیځ کې وسله والې شخړې راکمې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG