د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه: ایران سږ کال تر ۶۰۰ ډیر کسان اعدام کړي


د ایران د بشري حقونو ډله وایي دې هیواد په روان میلادي کال کې تر ۶۰۰ ډیر کسان اعدام کړي چې په تیرو اتو کالونو کې دا کړنه ساری نلري.

د بشري حقونو دا ډله چې مرکز یې په ناروې کې دی جمعه نومبر ۳ (لړم۱۲) یې ویلي چې ایراني چارواکو په روانې اوونۍ کې ۹ تنه په یو ورځ اعدام کړل خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان په کوم تور / تورونو محکوم شوي و.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې دوه نور کسان هم په ایران کې د زنا په تور تورن شوي او د اعدام د سزا سره مخ دي.

د ایران د بشري حقونو په ګډون نورو ډلو د ایران په حکومت تور لګولی چې د اعدامونو په سزا ورکولو سره غواړي چې په خلکو کې ډار خپور کړي ځکه چې پدې هیواد کې د تیر کال سپټمبر میاشتې راهیسې چې د مهسا امیني په نامه یوه پیغله د پولیسو لخوا تر نیول کیدو مړه شوه، د حکومت پر ضد پراخې ولسي مظاهرې پیل شوې.

د ایران د بشري حقونو د ادارې مشر محمود امیري مقدم ویلي چې د ایران حکومت په اوسط ډول یو تن اعداموي او د نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې پدې هکله اقدام وکړي.

ښاغلي مقدم ویلي، "چوپ پاتې کیدنه په غیر مستقیمه توګه ددې جنایتونو سره رضایت ښودل دي".

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې په ایران کې د اعدام شویو کسانو په هکله ارقام راټولي، د روان میلادي کال په لومړنیو لسو میاشتو کې په ایران کې ۶۰۴ کسان اعدام شوي پداسې حال کې چې ایران په ټول تیر کال کې ۵۸۲ تنه اعدام کړي و.

د بشري حقونو دا اداره وایي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې چې ایران پکې ۹۷۲ کسان په دار ځړولي و، تر روان کاله پورې یې دومره ډیر کسان د یو کال په موده کې نه و اعدام کړي.

په ایران کې د همدې تیرې چارشنبې په ورځ ۹ سړي اعدام شول چې یو پکې افغان هم و. د معلوماتو له مخې دا کسان د قزل حصار په زندان کې اعدام شول چې پایتخت تهران سره نږدې د کرج په ښارګوټي کې موقعیت لري.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ایران له چین وروسته د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله ډېر کسان اعدام کړي او تېر کال یې لږ تر لږه ۵۸۲ کسان په دار ځړولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په ایران کې چارواکو "د ټولو جرمونو لپاره د اعدامونو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راوړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG