د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتورانو ایران کې د بهائیانو ځپل وغندل


ایران کې د بهایی دین لارویان
ایران کې د بهایی دین لارویان

یو شمیر امریکایي سناتورانو د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۱ (کب دویمه) د ایران د حکومت له خوا د بهایي دین د پیروانو ځپل وغندل.

د ران وایډي، مارکیو روبیو، آر فلا، دیک دوربین، دي ایل او جان بوزمن د ۲۰ امریکایي سناتورانو په استازیتوب د یو دوه ګوندي پریکړه لیک د برابریدو هڅه وکړه څو د ایران د حکومت له خوا د بهایي دین د پیروانو ځپل وغندي.

دغو سناتورانو ویلي دي چې ایران د بهایي دین څه باندې ۳۰۰ زره لارویان ځوروي.

سناتور وایډن وویل چې په ایران کې د بهایي دین پیروان ددې مستحق دي چې آزاد او له ویرې پرته خپلې دیني آزادۍ ولري.

هغه وویل:" د ایران حکومت د خپلو نړیوالو ژمنو خلاف، په خپل سر د بهائیانو نیول او بندي کولو، له لوړو زده کړو او کار څخه د هغوی محروم کولو او د بهایي ټولنې ځورولو ته دوام ورکوي."

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، پریکړه لیک یو پیغام استوي او هغه دا چې د متحدو ایالتونو سنا له هغې بهرنۍ پالیسۍ څخه ملاتړ کوي چې پکې بشري‌ حقونه دود او مذهبي ځورونې غندي.

سناتور دوربین وویل اوس هغه وخت تیر شوی چې د ایران حکومت یو شمیر ډلې تمویل او دغه ډلې بیا د بهایي پیروان وځوروي.

هغه زیاته کړه، په ایران کې د بهایي پیروان د هغو اولیه بشري حقونو څخه د برخمن کیدو مستحق دي چې بهائیان یې امریکا په ایلینوي ایالت کې لري.دا پریکړه لیک تائیدوي چې د امریکا خلک لومړنیو بشري حقونو ته د لاسرسي، یعني د امنیت او مذهبي آزادۍ په برخه کې د بهائیانو تر څنګ ولاړ دي.

بلخوا سناتور بوزمان وویل کومې بې عدالتۍ چې د ایران رژیم د بهائیانو په حق کې کوي، باید پای ته ورسیږي.

دغو امریکایي سناتورانو وویل، د ایران بهائیان څه باندې ۳۰۰ زره کسان دي چې په هغه هیواد کې ستر مذهبي اقلیت ګڼل کیږي. د هغوی په وینا د عیسویت، یهودیت او زردشت په شان د نورو ټولو ادیانو برخلاف ، د ایران حکومت هیڅ وخت د بهایي دین پیروان په رسمیت ندي‌ پيژندلي، د هغوی ځورونې ته یې دوام ورکړی او یوازې د خپل دین په خاطر زندان ته اچول کیږي.

د امریکایي سناتورانو پریکړه لیک د بهایي دین د پیروانو د ځپلو د غندلو تر څنګ ویلي دي چې ددغه مذهبي اقلیت په وړاندې تاوتریخوالي د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال تړون خلاف دي.

په دې پریکړه لیک کې د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هڅول شوي دي څو په ایران کې د بهایي دین د پیروانو په وړاندې تاوتریخوالي وغندي او پر تهران بندیزونه ولګوي.

د وړاندوینو له مخې په ټوله نړۍ کې د بهایي دین پنځه میلیونه لارویان ژوند کوي. فعالین وایي څه باندې ۳۰۰ زره یې په ایران کې ژوند کوي خو د ایران اساسي قانون دا مذهبي اقلیت په رسمیت نه پيژني.

د ایران شعیه حکومت بهائیان مرتد او د اسلام دین څخه اوښتي بولي. په نورو هیوادونو کې د ایران د بهائیانو مشرانو ویلي دي چې د ایران د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته، په سل ګونه بهائیان په هغه هیواد کې نیول شوي او اعدام شوي دي.

خو د ایران حکومت د عقیدې او دین له امله د بهائیانو زنداني کیدل او اعدام رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG