د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه اي د بهرنیانو په ګډون زرګونه بندیان بخښلي


د ایران روحاني مشر جمعه سپټمبر ۲۰ ( وږي ۳۰) زرګونه بندیان بخښلي دي چې د دولتي خبري اژانس ایرنا راپور له مخې د بهرنیو هیوادونو اتباع هم پکې شامل دي.

د ایرنا په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې په بخښل شویو کې هغوي هم دي چې د دولت پر ضد جنایتونو تورونه پرې لګول شوي و.

دې خبري اژانس ویلي چې ایات الله علي خامنه اي د ایران د قضایه قوې مشر غلام حسین محسني په وړاندیز ۲۸۸۷ بخښلي چې په بیلا بیلو جنایاتو تورن وي.

په راپور همدارنګه ویل شوي چې په بخښل شویو کې ۵۹ داسې کسان هم و چې په مرګ محکوم شوي و خو په تازه حکم کې ورته د بند تیرولو سزا ټاکل شویده.

د ایرنا خبري اژانس راپور له مخې ۴۰ تنه بهرنیان هم بخښل شوي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان د کومو هیوادونو اتباع دي.

سره لدې چې په راپور کې دا ندي ویل شوي چې علي خامنه اي دا کسان په کوم منسابت بخښلي دي خو دی چې د هیواد بهرنۍ پالیسۍ په ګډون په مهمو موضوعاتو کې د نهایي پریکړې کولو واک لري، ډیری وخت په ځینو مواردو کې بندیان بخښي.

ټاکل شوې چې په ایران کې د اسلام د پیغمبر د زیږون کالیزه یا میلاد د همدې راتلونکې شنبې په ورځ ولمانځل شي او خامنه اي ښایي دا کسان په همدې مناسبت بخښلي وي.

علي خامنه اي دا کسان داسې مهال بخښي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په ایران کې د اعدامونو په ډیروالي اندیښنه ښودلې.

د کارپوهانو دغې یولس کسیزې ډلې، د سپټمبر په دویمې نیټې په یوې اعلامیې کې ویلي چې یوازې تېره میاشت (اګست) کې په ایران کې ۸۱ تنه اعدام شوي، پداسې حال کې چې د جولاۍ په میاشت کې بیا ۴۵ تنه په دار ځړول شوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې په روان میلادي کال کې په ایران کې تر ۴۰۰ ډیر کسان اعدام شویدي چې ۱۵ پکې میرمنې وې.

د کارپوهانو دا ډله چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا ټاکل کیږي، په ایران کې د اعدامونو په ډیروالي ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ډلې او د محکمې پرته او خپلسري توګه د اعدامونو په هکله د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکوونکو ویلي چې تیره میاشت په ایران کې ۴۱ تنه اعدام شوي کسان هغوي و چې د مخدره موادو پورې سره تړلو جنایاتو باندې محکوم شوي و.

دې ادارو ویلي چې په ایران کې د مخدره موادو پورې تړلو جنایاتو کې اعدامونه د نړیوالو اصولو څخه سرغړاونه ده.

د بخښنې نړیوال سازمان او نورو بشري حقونو ډلو د معلوماتو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت په نړۍ کس تر چین وروسته دویم هیواد دی چې ډیر کسان پکې هر کال اعدامیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG