د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران خبردرای: که اسرائیل په غزې بریدونه بند نکړي، جګړه پراخیږي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهایان جمعه اکټوبر ۱۳ (تلې۲۱) خبرداری ورکړی که په غزې داسرائیل بریدونه په سمدستي توګه بند نشي، تشدد به د منځني ختیځ نورو هیوادونو ته هم خپور شي.

ښاغلي عبداللهیان دا څرګندونې د لبنان په پایتخت بیروت کې د رسمي سفر پر مهال وکړلې. هغه تر دې وړاندې عراق ته تللی و او ټاکل شوې چې تر دې وروسته به سوریې ته ولاړ شي.

ایران د "مقاومت محور" په نامه ډلې مشري کوي چې په لبنان کې د حزب الله په شان وسله واله ډله او په عراق کې ملیشې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په بیروت کې د لبان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل او دواړو چارواکو په سمدستي توګه په غزې د اسرائیل د بریدونو بندیدیل وغوښتل.

عبدالللهیان د حزب الله د مشر حسن نصرالله، د سرپرست صدراعظم نجیب میقاتي او د پارلمان مشر سره وکتل.

داسې اندیښنې دي چې د اسرائیل – حماس تر منځ دا جګړه به د لبنان پولې ته خپره شي- هغه سیمه چې د حزب الله وسله وال پکې په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته د تیارسۍ په حال کې دي.

د لبنان حزب الله ډلې چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ده، د جمعې په ورځ، یې وویل، چې د اسرائیل پر ضد په جګړه کې له حماس سره یوځای کېدو ته بشپړ چمتووالی لري.

په لبنان کښې د حزب الله ډلې مرستیال، نعیم قاسم د دغه هېواد د پلازمینې بیروت په جنوب کې د فلسطین د ملاتړو یوې غونډې ته په وینا کې وویل: "مونږ پوره چمتووالی لرو او په یو مناسب وخت کې به اقدام وکړو." خو نوموړي په دې اړه چې د لبنان حزب الله ډله به کله د حماس سره یوځای شي، جزئیات ورنکړل.‌

نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي، چې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز، د لبنان حزب الله ډلې ته د اسرائیل پر ضد د بریدونو له امله خبرداری ورکړ.

حماس د ایران او د لبنان د حزب الله ډلې ملاتړ لري او د دې ډلې (حماس) له خوا پر اسرائیل له بریدونو وروسته، د ایران او د لبنان د حزب الله چارواکو د دغه بریدونو ستاینه وکړه.

حزب الله داسې مهال حماس سره د یو ځای کیدو خبره کوي چې اسرائیل تیره ورځ په دمشق او حلب کې د سوریې په دوو نړیوالو هوایي ډګرونو بریدونه وکړل.

اسرائیل دا بریدونه وروسته تر هغه وکړل چې د ګولان په غونډیو چې اسرائیل قبضه کړي د سوریې څخه توغندي وار شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG