د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو مخالفت وکړ


د ایران د امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني وايي د افغان حکومت له ګډون پرته له طالبانو سره د سولې خبرې به ناکامې وي.

نوموړی وایي ایران ځکه د دغو خبرو مخالفت کوي چې د افغانستان دولت او خلک په کې دخیل نه دي.

ښاغلي شمخاني د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۱۸) په تهران کې د یو سیمه ایز امنیتي کنفرانس پر مهال دا څرګندونې کړي دي.

هغه وویل: "هره تګلاره، پرېکړه اویا پروګرام چې د افغانستان د خلکو له ګډون پرته وي، ناسم دی او ناکامیږي".

ښاغلي شمخاني زیاته کړه: " طالبان د افغانستان یو حقیقت دي چې سترګې ترې نشي پټېدای، خو ایا رښتیا هم ټول افغانان طالبان دي؟ نه."

نوموړي همدغه راز امریکا تورنه کړه چې د افغانستان له روان وضعیت څخه"له افغانستان سره د چین، ایران او روسیې" په سرحدي سیمو کې د نا امنیو پارولو څخه ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن په وار وار تهران په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په روزلو او تجهیزولو تورن کړی دی.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې مخکې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړې او د چهارشنبې په ورځ یې له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره هم ولیدل او پر سولې وغږېدل.

طالبان وايي تر څو چې له امریکا سره کومې پرېکړې ته ونه رسیږي، له افغان دولت سره خبرې نکوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی ایران ته ولاړ او هلته یې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG