د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او تاجیکستان ولسمشرانو د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وکړې


د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان په دوشنبه کې د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د کتنې پر مهال
د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان په دوشنبه کې د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د کتنې پر مهال

د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان چې تاجیکستان ته یې سفر کړى، د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۶ (مرغومي ۲۷) وويل چې د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په ليدنه کې یې د افغانستان پر وضعيت خبرې کړې دي.

پزشکیان د رحمان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د افغانستان په ګډون د سیمې د مسایلو په اړه د دواړو مشرانو خبرو ته په اشارې وویل: "افغانستان زموږ په ګاونډ کې یو مهم هېواد دی او د دغه هېواد وده او ثبات په خپله ګټه ګڼو. زموږ لپاره د سرحدونو امنیت ساتل مهم دي."

د تاجیکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې رحمان او پزشکیان له ترهګرۍ، افراطیت او د نشه يي توکو له قاچاق سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.

امام علی رحمان تل په افغانستان کې د امنیت او ثبات په تامینولو او د ټول شموله حکومت په رامینځته کولو باندې د ټینګار په ترڅ کې له افغانستان څخه تاجیکستان ته د ترهګرۍ، سخت دریحۍ او د نشه یي موادو د قاچاق د پراختیا په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده او د منځنۍ اسیا امنیت یې د افغانستان د امنیت سره تړلی بللی دی.

د دوشنبې او تهران د اړیکو سړښت

تاجیکستان ته د پزشکیان سفر د تهران او دوشنبه تر منځ د کلونو سړو اړیکو وروسته ترسره کیږي، هغه دوه هیوادونه چې د ژبني او کلتوري مشترکاتو له امله د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې ډیرې ښې اړیکې نه دي درلودلي. دوشنبه پر ایران تور لګوي چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د تاجیکستان د کورنۍ جګړې پر مهال په تاجیکستان کې د منع شویو اسلامپالو ډلو ملاتړ کاوه.

پزشکیان تاجیکستان ته له رسیدو وروسته وویل چې داسې احساس کوي چې په ایران کې دی او زیاته یې کړه چې د نړۍ په بل ځای کې دا ډول احساس نه کوي. په مقابل کې رحمان هغه ته "خپل کور" ته د راتګ ښه راغلاست ووایه او د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو ستاینه یې وکړه.

رحمان ایران او تاجیکستان "یو ځانګړی تمدن لرږنکي دوه لرغوني ملتونه" وبلل او دوشنبه ته یې د پزشکیان سفر د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د یو نوي فصل پیل وګاڼه. هغه وويل: "موږ بايد د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ وکړو او پر نورو تکيه ونه کړو."

هغه ايراني سوداګرو او پانګوالو ته په خطاب کې وويل: "تاجیکستان ستاسو د کور په څېر دی، که تاسو پانګونه وکړئ او که نه. زه تاسو ته بلنه درکوم چې دغه هېواد ته سفر وکړئ. ويزه مو حذف کړه، ترڅو ايراني سيلانيان تاجیکستان ته سفر وکړي."

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر له مخې تاجیکستان ته د پزشکیان د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې له کرنې او اقتصاد څخه نیولې تر هنر او نورو برخو پورې ۲۳ تړونونه او یادداشتونه لاسلیک شول.

ایران د یو ستراتیژیک لومړیتوب په توګه په منځنۍ اسیا کې د خپل نفوذ او حضور د پیاوړتیا په لټه کې دی، چې روسیه او چین په دې جغرافیه کې دوه مهم لوبغاړي ګڼل کیږي. له همدې امله ترکیه او لویدیځ هم هڅه کوي چې په منځنۍ اسیا کې نفوذ وکړي.

پزشکیان به د جمعې په ورځ روسیې ته سفر وکړي، ترڅو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د هراړخیز ستراتیژیکو همکاریو تړون رامینځته کړي، هغه اتحاد چې لویدیځ یې اندیښمن کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG